Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد ته له جواز پرته موټرو واردولو په تړاو د ځينو استازو تورنېدل

په مالیې وزارت کې سرچینې وايي، د ولسي جرګې ځينې غړي هېواد ته د ناقانونه او له جواز پرته موټرو په واردولو تورن وي.

دغه سرچینې چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي، په یوه رپوټ کې وايي چې له څو میاشتو راهیسې د مالیې وزارت د ګمرکاتو ریاست کابو زر موټر چې په ناقانونه توګه هېواد ته وارد شوي په ګمروکونو کې درولې دي.

خو د ولسي جرګې ځینې غړي له ګواښلو او سیاسي فشار سره غواړي دغه موټر په ناقانونه توګه او د لازمې مالیې له ورکړې پرته د هېواد بازارونو ته وارد کړي.

د کابل د ټرافیکو مدیریت هم د ولسي جرګې د ځينو استازو څخه شکایت لري. د کابل د ټرافیکو مدیریت وايي چې دغه استازي د کابل په واټونو کې د تګ راتګ پر‎مهال، د ټرافیکو قوانین نه مراعتوي.

د قانون پر بنسټ، یو نمبر پلېټ یوازې د یوه موټر لپاره دی، خو د ولسي جرګې ځینې غړي له یوه نمبر پلېټ څخه د څو موټرو حتا خپلواک او دوستان یې ناوړه استفاده کوي.

د کابل د ټرافیکو مدیر خان محمد شینواری وايي:«ډېری وختونه قانون نه رعایت کېږي. له قانون څخه پیروي نه کوي. خلاف حرکت ترسره کېږي او همدارنګه بې ځایه درېدنه کېږي.»

د ولسي جرګې یو غړی خان وردګ وايي څو موټر یې، ورته نمبر پلېټ لري. له دې ډلې یوازې څور موټر یې د تګ راتګ په وخت د هغه ملتیا کوي.

د ولسي جرګې غړی خان وردګ څرګنده کړه:«د یوه وکیل مقام له یوه وزیر څخه لوړ دی. د دې لپاره چې وکیل په اتلسم مقام کې دی او وزیر په نولسم مقام کې. عام خلک د دغه وطن اولادونه دي. خو زه د امنیت لپاره اړیم ساتونکی ولرم.»

د ولسي جرګې بل غړی فدا محمد الفت صالح چې د لومړي ځل لپاره یې ولسي جرګې ته لار موندلې هغه هم مني چې درې موټر یې ورته نمبر پلېټ لري.

هغه زیاتوي:«هو! موږ درې موټر لرو (د و.ج له پلېټ) سره دا په پارلمان کې ثبت شوې دي او ځانګړنې یې له ټولو امنیتي بنسټونو سره شریک شوي دي.»

له دې ټول سره سره، د کابل ښار ځينې اوسېدونکو او چلوونکو د ولسي جرګې د غړو له ناوړه چلند او په ښار کې د هغوی د تګ راتګ پر څرنګوالي نیوکه کوي.

شریک یي کړئ