Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد ته له ۹۵ سلنې نیمايي درمل له ناقانونې لارو وارېږي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ(وري په ۱۷ مه) د یوې غونډې په ترځ کې وویل چې د ۹۵ سلنه نیمايي درمل له بهرنیو هېوادونو او په ځانګړي ډول له پاکستان څخه هېواد ته واردېږي، قاچاقي درمل دي چې له هېڅ ډول څېړنې پرته پلورل کېږي.

 اخوا اجرائیه رییس په روغتیايي برخه کې له فساد سره پر جدي مبارزې ټينګار کوي.

د عامې روغتیا وزارت لخوا په کابل کې د درملو او خوراکي توکو د کیفیت د مالومولو یو لابراتوار پرانیستل شو.

د عامې روغتیا د وزیر په وینا پنځوس سلنه قاچاقي درمل هېواد ته وارد او له ارزولو  پرته د هېواد په بازارونو کې پلورل کېږي.

د دغه مرکز په پرانیستلو سره به له دې وروسته هېواد ته د درملو د قاچاق مخه ونیول شي او همداراز هغه درمل چې واردېږي کیفیت به یې په جدي توګه وڅېړل شي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیرزو وویل:«څه باندې ۵۰ سلنه درمل چې هېواد ته په قاچاقي توګه واردېږي،یو علت یې له ځینو ګاونډیو سره د پولو پرانیستل دي او دویم لامل یې دا دی چې په دې برخه کې قانون داسې عیار شوی چې د فساد لپاره یې زمینه برابره کړې ده.»

له بلخوا اجرائيه رییس وايي د هېواد په بازارونو کې د بې کیفیته او قاچاقي درملو زیاتوالي آن د خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی، ښاغلی عبدالله ټینګار کوي د هېواد په روغتیايي ادارو کې به له فساد سره د مبارزې لپاره جدي هڅې وکړي.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله څرګنده کړه:«د کار ترتیب باید داسې وي چې بل ځل یو بل خنډ او یا هم د فساد لپاره یو بل سرحد پرانستل نه‎شي په ټولو برخو کې د روغیتا د وزیر پاملرنه غواړم په ځانګړې توګه په دې اړه باید زغم صفر وي.»

دغه لابراتوار د دوه مېلیون ډالرو په لګښت جوړ شوی دی، د عامې روغتیا په وزارت کې مسؤولین وايي د روان کال تر پایه به دوه نیم مېلیون ډالره نور هم د دغه لابراتوار د سمبالولو او همداراز په دې لابراتوار کې د ظرفیتونو د لوړولو لپاره ولګول شي.

شریک یي کړئ