په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له هوايي بریدونو سره هم مهاله وسلهوالو طالبانو د لويو لارو او دغه راز په یو شمېر ولایتونو کي ګواښونو زور اخېستی دی.
د پنټاګون وروستۍ شمېري ښيې چې د ۲۰۱۸ کال کي د ۲۰۱۷ کال په پرتله د امریکايي ځواکونو له لوري بمبارۍ شل سلنه زیاتې شوې دي.
خو د راپور په یو بله برخه کې ویل شوې چې د وسلهوالو طالبانو له لوري د لویو لارو او دغه راز د ولایتونو پر وړاندې د طالبانو ګواښونه او بریدونه په ځانګړې ډول په غزني او فراه ولایتونو کې پر شا تمبول سوي دي .
د پنټاګون له لوري تازه څېړنه کې په ډاګه شوې په ۲۰۱۷ کال کې ۳۳ زره ۴ سوه ۲۳ بمونه په افغانستان کي پر وسلهوالو طالبانو استعمال کړي .
دا په داسې حال کې ده چې دغه بریدونه ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې ۲۰ سلنه ډېر شوي دي .
د امریکا پوځ ویلي د پوځي بریدونو ډیروالي اصلي لامل دا په ډاګه کوي چې وسلهوال طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي.
دا په داسې حال کې ده چې سېشنبې (د کب ۷ مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې طالب او امریکايي استازي ترمنځ د افغان سولې په اړه پنځم پړاو خبرې اترې پیل شوې.
طالبانو ته ځينې نږدې سرچینې دا خبرې برخلیک ټاکنونکې ګڼي او وايي چې نن د دواړو لورو ترمنځ اصلي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي.
بلخوا افغان حکومت هم د امریکا په وړاندې د طالبانو له نرمښت او انعطاف څخه هرکلی کوي او له دې ډلې غواړي چې د افغان حکومت په وړاندې هم نرمښت ومني.
په دې خبرو اترو کې طالبان نسبتاً له یوه قوي پلاوي سره د خبرو مېز ته کېني. طالبانو ویلي، د خبرو اترو مشري یې شېرمحمد عباس ستانکزی کوي، خو د اړتیا په صورت کې له ملا عبدالغني برادر سره به هم مشوره وشي.