Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د تاوتریخوالي دوام، غور کې درې افغان سرتېري وژل شوي

د غور ځايي چارواکي په دغه ولایت کې د ملي پوځ د درې ځانګړو ځواکونو له وژل کېدو خبر ورکوي.

د غور د والي ویاند عارف عابر وايي چې دغه پېښه تېره شپه د فېروز کوه ښار په لوېدیځ خارستان سیمه کې هغه مهال شوې چې طالبانو پر دولتي ځواکونو برید وکړ.

په دغې پېښه کې درې پولیسان هم ټپيان شوي دي.

هغه زیاتوي چې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د مرګ ژوبلې کچه یې څرګنده نه ده.

ورته مهال، د تخار پولیس وايي چې له طالبانو سره د امنیتي ځواکونو په یوه نښته کې، د دولتي ځواکونو یو تن وژل شوی او شپږ تنه نور ټپيان دي.

د تخار پولیس په یوې خبرپاڼه کې وايي چې طالبانو تېره شپه د بهارک ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو پر څو پوستو بریدونه وکړل چې د دواړو لورو ترمنځ نښتې او د دولتي ځواکونو د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۲ طالبان ووژل او پنځه تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي او د هغوی مړي هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

دا په داسې کې ده چې ملي دفاع وزارت په تېرو څلروېشتو ساعتونو کې په هلمند، هرات، خوست، بغلان او تخار ولایتونو کې د طالبانو له بریدونو خبر ورکوي.

طالبانو تراوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

ملي دفاع وزارت په تېرو څلروېشتو ساعتونو کې په هلمند، هرات، خوست، بغلان او تخار ولایتونو کې د طالبانو له بریدونو خبر ورکوي.

شریک یي کړئ