Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د جګړې او د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنې

د ملي دفاع وزیر له یو شمېر لوړپوړو امنیتي چارواکي چې د یکشنبې پر ورځ( د تلې په لومړۍ نېټه) د مشرانو جرګې ناستې ته وربلل شوي وو، د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د روانې جګړې په ترڅ کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبلې خبره ورکړه.

طارق شاه بهرامي وویل چې د اتلسو ولایتونو له ډلې فاریاب، غزني، فراه او ارزګان له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي: «موږ پر ټول افغانستان تمرکز کوو او په دې څلورو ولایتونو کې مو پر هوايي او ځانګړو بریدونو تمرکز کړی دی.‎»

ښاغلي بهرامي وویل تېره میاشت کې ۵۰۰ د پوځ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی او کابو ۷۰۰ نور ټپيان شوي دي ـ د مرګ ژوبلې دا شمېر د کورنیو چارو وزارت هم تائيد کړی دی. خو د ملي دفاع وزیر د پوځ لپاره جلب او جذب د ملي اردو د ځواک په توګه یادوي.

د ملي اردو لپاره د جلب او جذب په اړه د ملي دفاع وزیر خبرو نه یوه ورځ وروسته، د دې وزارت ویاند هم له دې بهیره ډاډ ورکوي.

غفور احمد جاوید څرګندوي:«د جلب او جذب بهیر له سل سلنې هم زیات دی.»

خو په هېواد کې د جګړې مدیریت له پوښتنو سره مخ دی.

 د ولسي جرګې د دفاعي امنیت کمېسیون غړې، سیمین بارکزۍ وايي:«د افغانستان دولت باید په دې برخه کې جدي هڅې و کړي په ځانګړې توګه دفاع وزارت، د ملي امنیت ریاست او د کورنیو چارو وزارت.»

همداراز د ولسي جرګې غړی، الله ګل مجاهد د هېواد امنیت تامین کې د خلکو پر ونډې هم ټينګار کوي:‎«که ملت له دولت سره همکار وي او دولت له ملت سره هم کاري وي، نو امنیت سره په سلو کې تامینږي.‎»

هېواد کې د جګړې مدیرت په اړه په داسې حال کې اندېښنې زیاتې شوې دي چې وروستۍ یوې میاشتې کې غزني کې نښتې زیاتې شوې او د ښار یو شمېر برخې د طالبانو لاسته ولوېدې.

همداراز د کندز ولایت هم په تېرو درېو کلونو کې د دولت او طالبانو ترمنځ دوه ځله لاس په لاس شو.

د کندز ولایت یو اوسېدونکی، عتیق الله وايي:«په ولسوالیو کې امنیت هیڅ نشته.‎»

د کندز ولایت بل اوسېدونکی، فهیم احمد زیاتوي:«وېره لرو چې(طالبان) بیا یرغلییز بریدونه د کندز پر ښار پیل نه کړي.»

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي او د هېواد جګړه ځپلو سیمو اوسېدونکي د جګړې پر مدیریت نیوکې لري او د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلېد  شمېر زیاتوالي لامل هم همدا ستونزه بولي

شریک یي کړئ