Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د داعش بیاځلې فعالیتونو د پراختیا احتمال په اړه اندېښنې

له یوې وروستۍ اوونۍ څخه په کمه موده کې په لوګر او ننګرهار ولایتونو کې دوه پېچلو بریدونو چې په لسګونه تنه یې ووژل او ټپيان کړل، په هېواد کې د داعش ډلې د بیاځلې فعالیتونو د پراختیا په اړه اندېښنې رامنځته کړې دي.

ځينې پخواني پوځیان وايي چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو له نږدې کېدو سره ځینې ترهګرې ډلې له طالبانو سره په همغږۍ خپل فعالیتونه پيل کړي. خو د سیاسي چارو ځينې کارپوهان دا بریدونه د هغو کسانو کړنه ګڼي چې غواړي له طالبانو سره سوله له منځه ولاړه شي.

په لوګر کې له  لوی اختر یوه ورځ مخکې او په ننګرهار د لوی اختر پر وروستۍ ورځ  پیچلي بریدونه وشول.

دغو بریدونو د هېوادوالو په منځ کې د داعش د فعالیت د بیا پراختیا په تړاو اندېښنې رامنځته کړي دي.
 
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی عبدالرووف شپون وویل:«له تېرې ورځې راهیسې ننګرهار په وینو کې ډوب دی.»

حکومت تر دې وړاندې په هېواد کې د داعش د ماتې خبره کړې وه، خو ځينې پخواني پوځيان وایي چې د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو په نژدې کېدو سره د افغانستان په جګړې او سوله کې یو شمېر ښکېل هېوادونه د طالبانو پر ځای د نورو ډلو د ځای پرځای کولو او ملاتړ په هڅه کې دي.

پخوانی پوځي صالح محمد ریګستانی وايي:«په دوه دلیلونو داعش ډله ځواکمنه کېږي یوه دا چې د طالبانو یوه افراطي برخه د سولې له بهیر سره نه یوځای کېږي او دوی له داعش او القاعده سره یوځای کېږي او بله دا چې دغه ډلې په خپله هم جګړې ته دوام ورکوي ځکه چې د سولې له بهیر سره نه یوځای کېږي.»
             
حکومت وايي چې طالبانو د څو نورو ډلو د فعالیت لپاره فضا رامنځته کړې ده.
            
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي:«هغه فضا چې اوس په افغانستان کې د تاوتریخوالي لپاره رامنځه شوې، څرګنده ده چې د هغوی ډېره فضا طالبانو رامنځته کړې ده.» 

په دې وروستیو کې حکومت اعلان کړی دی چې د داعش د استخباراتو مسوول یې په ننګرهار کې وژلی دی؛ دا ولایت د داعش د خراسان څانګې مرکز بلل کېږي.

شریک یي کړئ