Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د داعش ډلې د دوو بهرنیو غړو نیول کېدل

ملي امنیت هېواد کې د داعش ډلې د دوو بهرنیو غړو له نیول کېدو خبر ورکوي.

د ملي امنیت ریاست خبرپانه کې نن(یک شنبې د وري په ۲۴مه نېټه) راغلي دي چې دا دوه کسان محمدتنویر او بل یې علي محمد نومیږي په وار سره د بنګله دیش او پاکستان دي.

خبرپاڼې نیول شوي کسان د داعش ډلې مهم غړي بللي دي چې د یادې ډلې د خرسان څانګې نیول شوي مشر، اسلم فاروقي سره به یوځای وو.

اسلم فاروقي تېره اوونۍ کندهار ولایت کې ونیول شو.

ملي امنیت څرګندوي چې بنګله دیشي، محمد تنویر د داعش دلې خراسان څانګې لپاره د ټکنالوژۍ او مخابراتو مسوول او پاکساني محمد علي هم د اکمالاتو، لیږد رالیږد او لوجستیک برخې مسوول دی.

د ملي امنیت د رسنیو دفتر تېره اوونۍ وویل چې اسلم فاروقي یې د داعش له ۱۹ جنګیالیو په کندهار ولایت کې نیولی دی.

اعلامیه کې راغلي وو، چې اسلم فاروقي د پاکستان اجنسۍ د اورکزي سیمې د "اخندزاده ګانو" کلي اصلي اوسېدونکی دی.

د ملي امنیت د عمومي ریاست په وینا، اسلم فاروقي له دې مخکې د پېښور ښار پوځي مسوول، د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ په عبدالخېل دره کې د مېشتو داعشیانو قومندان، او په خیبر اجنسۍ کې د داعش د عملیاتو مسوولیت په غاړه درلود.

شریک یي کړئ