Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د سېلاوونو له کبله د زرګونو کورنیو زیانمنېدل

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږی دفتر سې‎شنبې(د کب په ۲۱مه نېټه) وايي د هېواد په سویلي، کندهار او هلمند ولایتونو کې د وروستیو سېلاوونو له کبله زرګونه کورنۍ زیانمنې شوې دي او بشرپاله مرستو ته اړتیا لری.

د یاد بنسټ په راپور کې راغلي دي چې تر اوسه ۴۶۹۸ کورنۍ او ۳۳ کسان پېژندل شوي چې مرستو ته اړ دي، ۱۸۵۵کورونه وران شوي او همداراز ۲۸۴۱ کورنو ته هم زیان رسېدلی دی.

راپور کې راغلي په داسې حال کې چې د روانې زیږدیزې میاشتې په ۱۰مه نېټه هم اورښتونه شوي، خو د سېلاوونو راوتو راپور نه دی ورکړل شوی.

 د راپورونو له مخې د مارچ میاشتې په ۲مه نېټه د هلمند په نهرسراج، ناوه بارکزی، لشکرگاه او نادعلي کې سېلاوونه راوتلي او ۱۰۹۲ کورنۍ اوس په یادو ولسوالیو کې مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو راپور کې راغلي دي چې د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ په خشک آبه سیمه کې ۱۳۲۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

په فراه ولایت کې هم د سېلاوونو له کبله ۳۲۰۵ کورنۍ زیان منې شوې چې له ډلې یې د ۱۶۰۱ کورونه وران شوي او ۱۶۰۴ کورنه زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو څانګې د راپور له مخې تر ډېره زیانمنې سیمې د مارچ په لسمه نېټه څېړل شوي دي.

د مارچ په نهمه نېټه د بادغیس ولایت مقر ولسوالۍ په سنګ زرد، چشم دزدک او کلان زیو کلیو کې هم سیلاوونو بنسټیز آسانتیاوې او کنیزې ځمکې ورانې کړې دي او د غنمو، زیرې، نخودو او پستې محصولات یې له منځه وړي دي.

د راپور له مخې د سېلاوونو له کبله د اوبو سيستومونه د اوبو زیرمې ورانې شوې دي، همداراز په یو شمېر سیمو کې د سیلاوونو د ابو اندازه ۵۰ سانتي مترو ته رسېږي چې ښايي یو شمېر کیفیت لرونکي کورونه هم وران کړي.

د ملګرو ملتونو راپور کې راغلي دي چې د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ په خشک آبه سیمه کې ۱۳۲۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي

شریک یي کړئ