Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د ماشومانو پر زده کړې د کوویډ۱۹ اغېزې

د ماشومانو ملاتړ وايي، افغانستان کې د کرونا وبا خپرېدو له کبله کابو ۱۰میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې شوې دي او ډېر شمېر یې د راډیو او ټلویزیون له لارې هم زده کړو ته لاس رسی نلري.

یاد بنسټ په خپل تازه راپور کې چې نن(دوشنبې د چنګاښ په ۲۳مه نېټه) خپور شوی دی، راغلي دي ډېر شمېر ماشومان غواړي، څو ښوونځي پرانیستل شي.

راپور کې د کورنیو لخوا کار او کم عمر کې ودونو ته د ماشومانو اړ ایستو په تړاو اندېښنه څرګنده شوې ده.

دغه راپور کې د هېواد په اوو ولایتونو کې له اوویا ډېرو ماشومانوسره خبرې شوې دي چې ۹۸ سلنه یې د کوویډ۱۹ ناروغۍ په تړاو مالومات درلودل او ۷۴ سلنه یې د ښوونځیو بیا پرانیستو غوښتنه کړې.

د ماشومانو ملاتړ ادارې رییس، میلان دینیچ ویلي دي:«په داسې حال کې چې ښکاري ډېري هېوادونه د کرونا ویروس له مخې د ښه والي پر لور روان دي، خو د افغانستان حالت د وخامت پر لور روان دی. راپورونه وايي چې دا ناورین تر اوسه اوج ته نه دی رسېدلی او د اړینو تابیاوو سره سره لا هم هېواد له دغې ښکارندې سره د مبارزې په حال کې پاتې کیږي.»

دینیچ افغانستان کې د ماشومانو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

د ماشومانو ملاتړ راپور کې د کورنیو لخوا کار او کم عمر کې ودونو ته د ماشومانو اړ ایستو په تړاو اندېښنه څرګنده شوې ده.

شریک یي کړئ