د ښځینه قاضیانو ټولنې سېشنبې (د وري۸مه) په هېواد کې د ښځينه قاضیانو د شمېر له زیاتوالي خبر ورکړ.
دا ټولنه وایې چې په هېواد کې د ټولټال ښځینه قاضیانو شمېر ۲۶۰ تنو ته رسېدلی دی.
د "افغانستان د ښځينه قاضیانو ټولنه" څرګندوي چې په داسې حال کې هېواد کې د ښځينه قاضیانو شمېر زیات شوی چې د طالبانو په وخت کې دا شمېر صفر وه.
د دې ټولنې په وینا، د ۲۶۰ ښځينه قاضیانو له ډلې ۲۲۵ یې په کابل، ۲۱ یې په هرات، ۱۱ یې په بلخ او دوې تنه هم په تخار او بغلان ولایتونو کې کار کوي.