د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۱۰۶ مثبتې پېښې ثبت شوې او دا پېښې د ۴۷۱ مشکوکو کتل شویو نښو پایله ده.
د مالوماتو له مخې چې نن(دوشنبې د زمري په ۶مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي دي، همداراز یاده موده کې ۱۰ د کوویډ۱۹ ناروغان مړه شوي هم دي.
تر اوسه هېواد کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۱۲۶۹ تنه مړه شوي دي او ۲۵ زره او ۱۹۸ تنه هم روغ شوي دي.
د شمېرو له مخې تازه پېښې ۱۴ کابل، ۱۶ هرات، ۳ تخار، ۹ بامیانو، ۲۱ بادغیس، ۱۳ دایکندي، ۲ بدخشان، ۱ لغمان، ۶ غور، ۱ پنجشېراو ۲۰ فراه کې ثبت شوې دي.
د تازه پېښو له ثبته سره هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۶ زره او ۲۶۳ ته ورسید چې له ډلې یې اوس مهال ۹۷۹۶ یې فعالې دي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تر اوسه د کرونا ویروس لپاره ۸۷ زره او ۳۷۸ مشکوکې نښې کتل شوې دي.