Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې سېلابونو کابو درې زره کورنۍ زیانمنې کړې دي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د هېواد په وروستیو سېلابونو کې کابو درې زره کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د دغه وزارت په وینا، دغو ټولو کورنیو ته د مرستې رسېدو لړۍ روانه ده؛ خو له دې ډلې زر کورنۍ چې په پروان ولایت کې دي، بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

له پروان وروسته د کاپيسا، میدان وردګو، ننګرهار، پنجشیر ولایتونه او د کابل سروبي ولسوالۍ هغه سیمې دي چې د وروستیو سېلابونو د راتلو له امله ډېره مرګ ژوبله او  زیانونه ور اوښتي دي.

پښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي وايي:«په څلورلسو ولایتونو کې کابو درې زره کورنۍ زیانمنې شوې دي. له دې ډلې پنځه سوه کورنۍ د پروان چارکار اړوند دي او په پروان کې زر کورنۍ بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.»

دغو سېلابونو د څه باندې ۱۵۰ تنو ژوند واخیست او څه باندې ۲۵۰ تنه نور یې ټپيان کړي دي.

ورته مهال، په کابل کې ځینو رضا کارو ځوانانو، د سېلاب ځپلو لپاره د مرستو راغونډولو کمپاین پیل کړې دی.

د رضاکارو ځوانانو د ډلې غړې فریحه ایثار وايي:«زموږ یوه ستره ډله پروان کې سیمه کې ده، زموږ یوه بله ډله په لوګر او همدارنګه ځینې همکاران په کاپیسا ولایت کې سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره عملاً فعالیت او کار پيل کړی دی.»

د پېښو پر وړاندې د چمتوالي په چارو کې د دولت وزارت وایي چې په پروان ولایت کې د سېلابونو له امله د مړو شویو او ټپيانو ځينې کورنیو ته د پیسو پر رسېدو سربېره؛ پر څه باندې زرو کورنیو د اړتیا وړ خوراکي توکي وېشل شوي دي.

خو ټول په دې باور دي چې دا مرستې بسندویه نه دي او هر څوک باید له خپل وس سره سم له زیانمنو سره مرسته وکړي.

د دولت کارکوونکی اجمل زاهد څرګنده کړه:«زه هم د دې شاهد وم کله چې ولاړم یوه کورنۍ مې ولیده د لسو غړو څخه یوازې د کورنۍ یو غړی پاتې و، ټول یې تر خاورې لاندې وو.»

محصل نیره پاینده هم وايي:«د زما په فکر دا ښه نه راخي چې په خواله رسنیو کې موږ غم شریکي وکړو! عملاً سیمې ته راشو او له اړمنو سره مرسته وکړو.» 

د تېرکال په وري میاشت کې، د سېلابونو له امله ۴۵ زره کورنۍ اغېزمنې شو. خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت شمېرې ښيي چې سږکال، د تېرې اوونۍ له سېلابونو مخکې کابو ۲۲ زره کورنۍ د سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي. 

په کابل کې ځینو رضا کارو ځوانانو، د سېلاب ځپلو لپاره د مرستو راغونډولو کمپاین پیل کړې دی.

شریک یي کړئ