Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

واشنګټن کې د افغانستان سفیره: اوربند د سولې لپاره لومړنی ګام دی

په وانشګټن کې د افغانستان سفیره رویا رحماني وايي چې په افغانستان کې د اوربند رامنځته کېدل او د ټیکاو راتلل، په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې بهیر د پیل لپاره لومړني ګامونه دي.

مېرمن رحماني چې د جمعې په ورځ (د وږي په ۲۲مه) د امریکا د سولې انسټېټیوټ کې وینا کوله، وویل چې په اوسني وضعیت کې نه کېږي چې د سولې په مسله کې اعتماد جوړونه وکړو.

هغې ټینګار وکړ چې افغانستان یوازې د طالبانو له ګواښ سره مخ نه دی؛ بلکې د نشه‎يي توکو تولید او قاچاق چې بالاخره نورو هېوادونو لکه امریکا ته لار پيدا کوي هم یوه ننګونه ده.

له دې ټولو سره، مېرمن رحماني څرګنده کړه چې افغان حکومت په افغانستان کې د سولې لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي.

هغې زیاته کړه:«د دې سربېره چې پرمختګ تل اسانه نه وي... خو موږ د سولې زمینې برابرولو لپاره بنسټيز ګامونه پورته کړي دي.»

په واشنګټن کې د امریکا د سفیرې دا څرګندونې په داسې حال کېږي  چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره اوونۍ له طالبانو سره د سولې خبرې ودرولې. 

خو رویا رحماني زیاته کړې چې په افغانستان کې سوله او ټیکاو د هغې هوکړې په پایله کې چې ټول ګډونه نه وي شونې نه ده.

مېرمن رحماني څرګندوي:«افغان وګړي ښه پوهېږي چې له یوې ډلې سره نه سوله او نه هم امنیت راتلوونکی دی. او موږ له امریکې دا چې له ترهګرۍ او نورو ډلو سره چې نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې د ټولې نړۍ لپاره ګواښ رامنځته کوي، د مبارزې په برخه کې ملاتړ کوي مننه کوو.»

د امریکا او طالبانو د خبرو د درېدو په لړ کې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې طالبانو په افغانستان کې په بې‎مخینې توګه په نښه شوي دي.

ولسمشر غني هم تېره ورځ اعلان وکړ چې په یوې وروستۍ اوونۍ د جګړو په پایله کې زر طالبان وژل شوي او دوه زره نور ټپيان شوي دي.

بلخوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسې شهزاد اکبر، د جمعې په ورځ د امریکا د سولې انسټېټیوټ په غونډه کې وویل که‎چېرې ډېری افغانان د امریکا او طالبانو پر مذاکراتو بې اعتماده وي، نه شو کولای له هغې یوه سوله‎ییزه پایله ترلاسه کړو.

مېرمن رحماني څرګنده کړه چې افغان حکومت په افغانستان کې د سولې لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه