Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وحدت:ترهګرې په سرپل کې فدايي ځواکونه روزي

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت ګواښ کوي که‎چېرې په دغه ولایت کې د ترهګرو د ځپلو په موخه لوی پوځي عملیات ترسره نه‎شي د دغه ولایت یو شمېر برخې به له جدي ګواښونو سره مخ شي.

نوموړی وایي اوس‎مهال د دغه ولایت یو شمېر برخې د ترهګرو پر مرکزونو بدلې شوي او په‎کې ځانمرګي روزل کېږي.  د نوموړي په وینا بهرني اورپکي په سرپل کې طالبانو ته پوځي زده کړې ورکوي.

دغه کسان د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ په یوه کلي کې د پولیسو ځواکونو په یوه کمین کې نیول شوي دي. دوی په لومړنیو څېړنو کې ځانونه د ترکمنستان او قزاقستان وګړي معرفي کړي دي.

د پروان والي محمد ظاهر وحدت وویل:«د سرپل ولایت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې یې ۶۰ ځانمرګو ته روزنه ورکړې چې د لغمان او د سرپل په سوېل کې له دغو فدایانو څخه کار اخیستی وه.»

د نیول شویو جنګیالیو لیدلوری

دغه دوه تنه د ماین جوړولو په برخه کې مهارت لري. له څو میاشتو راهیسې په سرپل ولایت کې طالبانو ته د ترهګریزو چارو روزنه ورکوي.

دوی په فارسي، انګریزي او از بکي ژبو خبرې کوي. افغانستان ته د راتګ لامل داشان بیانوي.

دمیر زنلي یوف ادعا کوي چې د قزاقستان وګړی دی،وايي:«موږ ته یې وویل چې په افغانستان کې چې یو اسلامي هېواد دی امریکایان راغلي ظلم کوي،فساد دی له همدې لپاره راغلي یوو.»

عبدالمتین ځان د ترکمنستان وکړی بولي هغه هم وايي:«د پاکستان په وزیرستان کې له افغان طالبانو سره اشنا شوم او د جهاد لپاره افغانستان ته راغلم.»

د سرپل د اوسېدونکو لیدلوری

د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې په دې ولایت کې امنیتي ګواښونه پراخ شوي دي.

د سرپل یو اوسېدونکی حمید وویل:«له څو مودې راهیسې په سرپل ولایت کې د طالبانو له خو جګړه په لاره اچول شوې او خلک یې ډېر اندېښمن کړي دي.»

د سرپل بل اوسېدونکی محمد یونس هم څرګنده کړه:«تر هغه چې په سرپل کې یو پراخ عملیات په لاره وا نه چول شي،امنیتي وضعیت ورځ په ورځ خرابېږي.»

د سرپل د ولایتي شورا یو غړی هم د ترهګرو د له‎منځه وړو لپاره د پراخو پوځي عملیاتو د ترسره کېدو اړتیا خبره کوي.

د سرپل د ولایتي شورا غړی محمدحسین مجاهد زاده په دې اړه وویل:«که‎چېرې مرکزي حکومت په سرپل کې پراخ عملیات ترسره نه‎کړي،کرار کرار د دغه ولایت ځینې برخې به د دولتي ځواکونو له کنټرول څخه بهر شي.»

د سرپل ولایت اوسېدونکي په دې باور دي که چېرې ترهګر ونه ځپل شي، په دې ولایت کې به امنیتي حالت به تر پخوا ډېر خراب شي.

شریک یي کړئ