Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وحیدعمر: طالبان باید د سولې پلاوي په تړاو پلمې ونکړي

د سراتېژۍ او عامه اړیکو په برخه کې د ولسمشر سلاکار، وحید عمر یک‎شنبې (د وري په ۱۰مه نېټه) خبري ناسته کې وویل چې طالبان باید د حکومت لخوا د سولې خبرو په موخه معرفي شوي پلاوي په تړاو پلمې ونه کړي او دوی دې هم د خپل پلاوي د معرفي کولو هڅه وکړي.

هغه زیاته کړه که طالبان د سولې پلاوي په تړاو پلمې وکړي«موږ هم د دوی پلاوي په تړاو ستونزې لرو.»

ښاغلي عمر وړاندې وویل:«موږ کله هم له طالبانو غوښتنه نه ده کړې چې حکومت یې باید څه ډول ووسي، نو باید طالبان هم پلمې ونه کړي.»

ده وړاندې وویل چې معرفي شوی پلاوی به د یوه "یو موټي" افغانستان "پیاوړی" استازیتوب وکړي.

هغه همداراز وویل چې اوس باید طالبان سولې ته خپل هوډ ښکاره کړي.

عمر د طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو څرګنده کړه چې په وه وخت به د بندیانو خوشې کول ممکن نه وي«د بندیانو خوشې کول د افغانانو ترمنځ له خبرو سره مشروط دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ، مایک پومپيو پتېره ورځ یوځل بیا افغانستان کې دافغان مشرانو لخوا  د ټول شموله حکومت غوښتنه وکړه.

هغه ویلې چې:«د خپلو افغان همکارانو نه مننه کوم چې یو ټول شموله مرکچي پلاوی یې د افغانانو ترمنځ د خبرو په موخه معرفي کړ. زه د بندیانو د خوشې کولو په موخه ستاسي هڅې او د سولې او پخلاینې لپاره ژمنتیا ستایم.

درې ورځې مخکې افغان حکومت له ‌‌‌‌‌‌ډېرو ناندرو وروسته له طالبانو سره ۲۱ کس ییز پلاوی معرفي کړ.

له هغې وروسته طالبانو د مرکچي پلاوي له نوملړ سره طالبانو مخالفت وښود او ویي ویل چې دا پلاوی د حکومت لخوا معرفي شوی او دا د امریکا او طالبانو‌ هوکړې خلاف ده.

 د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې پنځه زره طالب بندیان او زر تنه افغان ځواکونخ باید له بنده خوشې شي.

د سراتېژۍ او عامه اړیکو په برخه کې د ولسمشر سلاکار وايي چې افغان حکومت د سولې په برخه کې خپل ټول کارونه ترسره کړي دي

شریک یي کړئ