Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وروستۍ یوه میاشت کې د ۱۳۶ملکي کسانو وژل کېدل

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه ۱۳۶ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د بشر حقونو کمېسیون وایي، د ۵۰ سلنه ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مسوولیت طالبانو ته ورله غاړې دی او ۲۵ سلنه مرګ ژوبله حکومتي ځواکونو اړولې ده.

د دغه کمېسیون  په خبره د وژل شویو کسانو له ډلې ۶۹ تنه یې د طالبانو، ۳۶ یې د دولي او بهرنیو ځواکونو او پاتې نور یې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

د بشري حقونو د کمېسیون مرستیال، نعیم نظري وویل:«۱۳۶ تنه چې تېره یوه میاشت کې مو ثبت کړي دي، دا قطعآ کمه شمېره ده، خو له دې مرګ ژوبله ډېره وه.»

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي په دې باور دي چې په دغه ولایت او د هېواد په نورو برخو کې په تاوتریخوالیو کې د ملکي وګړته د زیان اوښتل مخ پر زیاتېدو دي.

د میدان وردګو د ولایتي شورا رییس، اخترمحمد طاهري څرګنده کړه:«دا یوازې په میدان وردګو کې یوازېنۍ پېښه نه ده، مخکې له دې مو کندز، نیمرو او پکتیا کې هم داسې پېښې درلودې.»

ددې غونډې ګډونوال په هېواد کې د ښکیلو غاړو  له لوري  د ملکي خلکو پر وړاندې بې پروایي له خورا زیانه ډکه بولي.

د میدان وردګو د قومي شورا رییس، سید رحیم ستار زیاتوي:«نن په دې دموکراسي نظام کې څلور حکومته دلته دي، د بهرنیو حکومت، د طالبانو حکومت، دا بل حکومت چې د ملي یووالي ورته وايي دوه حکومته دي.»

د میدان وردګو اوسېدونکی، عبدالباقی متین زیاتوي:«هغه کسان چې وايي تېروتنه شوې ده، باید چې د خپل قضايي سیستم له غرامت ورکړي.»

په همدې حال کې طالبان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رپوټ ردوي. ملي دفاع وزارت هم ټینګار کوي د ملکي تلفاتو په اړه د خپرو شویو رپوټونو په اړه ددغه وزارت ځینې څیړنې بل ډول پایلې لرلې دي.

له دې مخکې د بشري حقونو د خپلوک کمیسیون په یوه بل رپوټ کې ویل شوي و چې په تیرو دوولسو میاشتو کې یوازې د دولتي ځواکونو په بریدونو کې څه دپاسه ۴۸۰ ملکي کسان مړه او له ۲۶۰ زیات ټپيان شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون  په خبره د وژل شویو کسانو له ډلې ۶۹ تنه یې د طالبانو، ۳۶ یې د دولي او بهرنیو ځواکونو او پاتې نور یې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي

شریک یي کړئ