Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وزیری:پر پوځي روغتون د برید د هم‎لاسو نومونه به ډېر ژر په ډاګه شي

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري نن پنجشنبې (د وري په ۱۷ مه) په یوې خبري ناسته کې وویل چې تر راتلوونکو څلورو ورځو پورې د سردار محمد داوود خان پر روغتون د برید کوونکو د همکارانو نومونه به په ډاګه شي.

 د ملي دفاع وزارت وايي چې د حقیقت موندونکي پلاوي کار پای ته رسېدلی او له۲۴ نیول شویو کسانو ۱۱ یې د کاري غفلت له امله له دندې لرې، تبدیل او یا لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:«په دغو ۱۱ تنو کې یو تن جنرال دی چې د طبي روغتون ملاتړی قومندان وه یو تن دګروال دی چې د روغتون د استخباراتو د ضد مدیر وه،درې تنه نور ډګرمن دي چې یو تن یې نوګریوال وه یو د استخباراتو کس وه او یو بل تن د امنیه قومندانۍ د ارکان رییس وه.»

دا برید د ننه په روغتون کې د یو شمېر کسانو له همکارۍ پرته ناشونی بلل شوی دی. له همدې امله له بریدګرو سره د همکارۍ کوونکو موندل او معرفي کول هم د حقیقت موندونکي کمېسیون د کار یوه برخه ده.

هغه وویل:«دا چې څه مرسته کړئ او چا زمینه برابره کړئ دغه کار تراوسه پای ته نه دی رسېدلی او د ملي امنیت عمومي ریاست څېړي.»

له دې سره سره پر حقیقت موندونکي کمېسیون نیوکه کېږي چې کار یې تر دې دمه د خلکو او د ولسي جرګې د غړو له تمو سره برابر نه دی.

د ولسي جرګې غړې فاطمه عزیز وايي:«چارواکو ژمنه کړې وه تر دوو اوونیو حقیقت مونده کوي او د افغانستان خلکو ته ښه رپوټ وړاندې کوي چې له بده مرغه تراوسه دغه کار نه دی شوی.»

د محمدداوود خان روغتون ډیره برخه د داعش په برید کې ورانه شوه، د دغه روغتون بیارغونه د پرېکنده ملاتړ ماموریت پرغاړه اخیستې، د پریکنده ملاتړ ماموریت د دې روغتون د بیارغونې لپاره دوه اعشاریه اوه مېلیون ډالر په پام کې نیولي دي.

د پرېکنده ملاتړ مأموریت ویاند ویلیم سلاوین په دې اړه څرګنده کړه:«نن خوښ یم چې د څلور سوه بستریز روغتون د بیارغونې ۹۰ سلنه کار بشپړ شوی او پاتې کارونه به په راتلونکو دوو ورځو کې پای ته ورسېږي.»

پر محمد داوود خان روغتون برید په افغانستان تر ټولو پيچلی برید بلل شوی چې ټول یې سخت اندېښمن کړل.

شریک یي کړئ