یو شمېر وسلهوالو د دې ولایت میرزاولنګ درې د سیمهييزو پولیسو مشر، حبیبالله تښتولی دی.
د سرپل ولایتي شورا غړی، اسدالله خرم وايي چې نوموړی (سېشنبې د وږي۲۸مه) د سرپل له مرکز له یوه تیلو ټانک څخه تښتول شوی دی.
ویل کېږي چې ښاغلی حبیبالله د داعش ډلې یوه قومندان، قاري حکمتالله ته په جوزجان کې سپارل شوی دی.
سرپل ولایت کې یوه سیمهييز سرچینه وايي چې د میرزاولنګ سیمهييزو پولیسو مشر خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي.