Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسشر ته لیک له فلم څخه د فرهنګیانو هرکلی

په کابل کې یو شمېر فرهنګیانو «ولسمشر ته لیک» له فلم څخه هرکلی وکړ او دا فلم یې نړۍ ته د افغانستان سینما څېرې ورپېژندلو په برخه کې اغېزمن بولي.

د سینما د څانګې د کارپوهانو په وینا «ولسمشر ته لیک» یو معیاري فلم دی او کولی شي نړیوالې جایزې خپلې کړي.

په نړیوالو چارو کې د ولسمشر سلاکاره، فرخنده زهرا نادري وايي:«لا هم موږ په جګړه کې ښکېل یوو او موږ په دې وخت کې په بیلابیلو برخو کې د زړه‎ورو کسانو لخوا هېواد ته ویاړ راوړو.»

ولسمشر ته یو لیک فلم چې د رویا سادات لخوا جوړ شوی، د سینما د څانګې د کارپوهانو په وینا یو معیاري فلم دی او دغه فلم ته د نړیوالې جایزې د ورکولو هیله مندي شته.

د افغان فلم ر ئیس، انجنیر لطیف څرګندوي:«د سینمايي جوړښت له پلوه معیاري فلم دی.»

«ولسمشر ته لیک» په نوم فلم چې په افغانستان کې یې د یوې مېرمنې سخت ژوند انځور کړی د دوهم ځل لپاره د یکشنبې په ورځ د موبي ګروپ په ستډیو کې نندارې ته وړاندې شو. 

یو شمېر فرهنګیان او د سینما د برخې کارکونکو د فلم د لیدلو لپاره راټول شوي وو.

«ولسمشر ته لیک» په نامه فلم نیمه ساعته دی او جوړولو یې کابو دوه کاله وخت نیولی دی او په کې د یوې افغانې ښځې ژوند انځور شوی دی

شریک یي کړئ