Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر:د سولې په اړه ملي او سیمه‎ييز اجماع ته رسېدلي یوو

ولسمشر په دې باور دی چې کابل، په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره، یوې ملي او سیمه‎ييزې اجماع ته رسېدلی.

په افغانستان کې د واشنګټن د جګړې د تګلارې د احتمالي بدلون په اړه د رپوټونو له خپرېدو او له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د امریکا له هڅو وروسته تراوسه حکومت هېڅ رسمي غبرګون نه و ښودلی، خو ولسمشر غني په ارګ کې د یوې غونډې په څنډه کې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره ملي او سیمه‎يیزې اجماع ته د رسېدو خبره کوي.

د ولسمشر اشرف غني په وینا، له دې وړاندې هېوادوال، هېواد کې ثبات ته د رسېدو لپاره نورو ته سترګې نیولې وې؛ خو اوس په دې لړ کې، له خپلو تګلارو او وړتیاو څخه کار اخلي.

ولسمشر اشرف غني څرګنده کړه:«د اوسنیو او تېرو هیلو ترمنځ توپیر دا دی چې په تېر کې، افغانانو له نورو غوښتل چې ورته سوله راولي؛ خو نن موږ د سولې لپاره، خپلې تګلارې، هوډ، ځواک او خپل ملي نوښتونه کاروو. موږ خپل راتلونکی مالکیت په خپل لاس کې اخیستی او د دې لپاره مو خپل دغه مالکیت په لاس کې نیولی چې غواړو خپل اساسي قانون چې زموږ د لوبې بنسټيزه قاعده ده عملي کړو.»

اجراییه ریاست هم په یو ډول د ارګ له دې نظر سره موافق دی.

د اجرايي ریاست د ویاند مرستیال امید میثم په دې اړه وویل:«افغانان دا بهیر مدیریت کوي او مشري یې کوي. زموږ نړیوال همکاران، سیمه‎ییز هېوادونه، نړۍ، او د افغانستان ګاونډیان، په دې لړ کې د همکار او اسانتیا رامنځته کوونکو په توګه ونډه لري.»

په دغه راز وضعیت کې د هېواد پخوانی ولسمشر حامدکرزی چین ته په سفر کې د نوموړي هېواد له یوه ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې واشنګټن باید د افغانستان په اړه پر خپلو سیاستونو له سره غور وکړي.

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي:« موږ په افغانستان کې د امریکا له اډو او یا د دوه اړخیز امنیتي تړون له لاسلیکه هېڅ ترلاسه نهکړل او له همدې امله امریکا غواړي په افغانستان کې پر خپل سیاست له سره غور وکړي او ډاډ ورکړي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شته‎والی د افغانستان په ګټه دی او هېواد ته سوله راولي یعنې هغه څه چې زموږ لومړنۍ غوښتنه ده.»

د هېواد پخوانی ولسمشر په افغانستان کې د امنیت په ټینګښت کې د سیمې د هېوادونو رول ګټور بولي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه:« له پاکستان سره د چین دوستي زموږ لپاره یوه سرمایه ده، زه په دې باور یم چې چین کولای شي له دې دوستۍ له پاکستان سره زموږ د اړیکو د ښه کولو لپاره کار واخلي او دا چاره به په افغانستان کې د سولې د راتلو لامل شي.»

نیویارک ټایمز د دوشنبې په ورځ رپوت ورکړ چې د امریکا ولسمشر له طالبانو سره د مخامخ خبرو په لټه کې دی چې دې کار ډېر غبرګونونه راپارولي دي.

خو د ولسي جرګې غړی امان الله پیمان په دې اړه داسې وايي:«مذاکراتو ته اړتیا نشته، یوازې یوه نړیوال تضمین ته اړتیا ده چې وژنه ونه شي او افغان حکومت رسماً حکومت دې طالبانو ته تسلیم کړي. له دې ډېر عاجزي او بې وسي دې څرګنده نه شي.»

نیویارک ټایمز په یوه رپوټ کې ویلي د امریکا ولسمشر لوړپوړو امریکايي ډيپلوماټانو ته حکم کړی چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره کار وکړي.

افغان او امریکایي چارواکو د نیویارک ټایمز لپاره دا خبر تایید کړی دی.

شریک یي کړئ