Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشرغني: هېڅ امنیتي مسوول د افغان وګړي د وژلو حق نه لري

ولسمشر غني نن دوشنبې (د مرغومې په ۲۳مه)په کابل کې د جنرال عبدالرازق د پولیسو اکاډمۍ د یولسمې دورې د ۴۵۵ افسرانو په فراغت غونډه کې ټينګار وکړ چې پولیس دې د جګړې له ډګره بهر او خپل اصلي مسوولیت چې د قانون تنفیذ دی راستانه کړل شي.

ښاغلي غني همدارنګه د پولیسو له قربانیو په ستاینې سره وویل چې په تېرو ۱۸ کلونو کې پر پولیسو جګړه تپل شوې او اوس دغه ځواکونه باید د جګړې له ډګره راوېستل شي.

ولسمشر له پولیسو غواړي چې، خپل مسوولیتونه په سم ډول ترسره کړي او همداراز یې خبرداری ورکړ چې، قاچاق کوونکي او غیر مسوول وسله وال نه شي کولای دغه ځواکونه واګوښي.

ښاغلي غني زیاته کړه:«زموږ هېوادوال زموږ په ښارونو کې نه غواړي چې پولیس د حتا د یوه غله د وژلو وسیله وي، د اعدام حکم باید یوازې یوه محکمه ورکولای شي، د افغانستان هېڅ امنیتي مسوول د یوه افغان وګړي د وژلو حق نه لري.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دې بنسټ کې د ځينو اصلاحاتو له راوستو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي په دې اړه وايي:«د پولیسو کدري ستونزې او د وړتیا نشتون د سیسټم له لارې د پولیسو واقعي وړتیاوو نشتون، د پولیسو یوه اصلي ننګونه چې د نمیک د مدني ټولنې د سازمانو د رپوټونو او نیوکو لامل شوی و، او همدارنګه د پولیسو په چارو کې بهرنیو لاسوهنې.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست زیاتوي چې، دغه ۴۵۵ تازه فارغ شوي افسران به، په امنیتي، تدارکاتو او د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې کار وکړي.

له دې سره سم، امنیتي ځواکونو د کورنیو چارو وزارت په دې پروګرام کې د ولسمشر غني د ګډون له امله د هوايي ډګر لارې تړې وې؛په خواله رسنیو کې یو انځور لاس په لاس کېږي لیدل کېږي چې یوه کورنۍ د ناچارۍ له امله خپل ناروغ له موټره ښکته او د یوه کټ په وسیله له سړک پورې باسي. د ټولنیزو رسنیو فعالینو لیکلي چې، دغه ناروغ پر وخت روغتون ته نه دی رسېدلی او پر لار یې ساه ورکړې؛ خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې، دغه ناروغ په روغتون کې بستر شوی دی. 

د کورنیو چارو وزارت مسوولین د هېواد او په ځانګړې توګه د پلازمېنې کابل د امنیت خوندیتوب په اړه د پروګرامونو په اړه خبرې کوي او زیاتوي چې، د پولیسو د کارونو د ښه والي او د ځواکمنتیا لپاره یې هم هڅې روانې دي.

رییس جمهور غنی می‌گوید که نیروهای پولیس باید به وظایف شان درست عمل کنند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه