Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشرغني: د طالبانو مرکز په پاکستان کې دی

افغان ولسمشر اشرف غني وايي چې د طالبانو مرکز په پاکستان دی او دا هېواد باید په واضح او عملي توګه، د دغې او نورو ډلو د له‎منځه وړلو لپاره اقدام وکړي.

ښاغلي غني نن د جمعې لمانځه له ادا کولو وروسته په ارګ کې د دین د ځینو عالمانو او هېوادوالو په منځ کې وینا کوله، ټینګار وکړ چې اوس د پاکستان لپاره د دې وخت رارسېدلی چې پرېکړه وکړي ترڅو په افغانستان کې جګړه ودروي:«د طالبانو مرکز پاکستان دی. او اوس د دې وخت رارسېدلی چې پاکستان پرېکړه وکړي ترڅو هغه څه چې ځان ته روا نه بولي نور ته هم روا ونه بولي.»

ښاغلی غني زیاتوي چې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو او شبکو د شتون په اړه نوملړ شته، او دغه هېواد ته سپارل شوی دی.

هغه زیاتوي:« موږ د عمل په تمه یوو او دا د کاغذ پر مخ خبرې دي او افغانستان د واضح عمل غوښتونکی دی.»

ولسمشر غني په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې دوه ورځې وړاندې، د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رییس په افغانستان په ځانګړې توګه په کابل کې په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې د پاکستان د لاس لرلو په تړاو د شواهدو او سندونو د وړاندې کولو لپاره اسلام اباد ته ولاړل، او د هغوی په وینا داسې شواهد لري چې انکار ترې ناشونی دی.

د ملي امنیت رییس تېره ورځ وویل چې پاکستان د لومړي ځل لپاره له هغوی سره په خبرو اترو کې منلې چې ترهګر د هغوی په خاوره کې حضور لري.

د سولې خبرې اترې

په داسې حال کې چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره خبرې اترې رد کړي او ارګ هم له دې مخکې ویلي وو چې له دې وروسته سوله د جګړې په ټګرونو باید ولټول شي.

خو ښاغلي غني په خپلې نننۍ وینا کې طالبانو ته یو بل پیغام لري.

هغه وویل هغه طالبان چې په «اسلام» او «افغانیت» باور لري، باید خپله لاره له هغو طالبانو څخه بېله کړي چې په باطله لاره تللي او په وژلو لاس پورې کوي او د خبرو اترو او سیاست له لارې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د کابل امنیتي پلان

ولسمشر غني د خپلې وینا په بلې برخه کې د کابل د امینتي پلان په اړه خبرې وکړې؛ هغه پلان چې د هغه په وینا ټاکل شوې ده امنیتي چارواکي، د هغه طرحه تر بلې ورځ ( یکشنبې) پورې هغه ته وسپاري.

  ښاغلی غني وايي چې هېواد په ځانګړې توګه په پلازمېنه کې امنیت ته جدي پاملرنه کوي او له هغه سره سیاسي چلند نه کوي.

اخوا ښاغلی غني په پلازمېنه کې د وروستیو خونړیو بریدونو وروسته د ۱۱ ترهګرو د نیولو په اړه خبر ورکوي او وايي چې دغه کسان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال په کابل او یوشمېر ولایتونو کې نیول شوي دي.

ولسمشر غني ټينګار کوي چې اوسمهال افغانستان د سیاست په ډکر کې بریالی دی او اړتیا ده چې په هېواد کې د یوبل منلو او اصلاحاتو لپاره هڅې وشي.

گزینش مسؤولان امنیتی بربنیاد شایستگی و تعهد، و نیز غیرسیاسی سازی نیروهای امنیتی، از موضوعات دیگر سخنان امروز آقای غنی بود. در همین راستا، وی از جوانان در کشور خواست که به صفوف نیروهای امنیتی بپیوندند و نگذارند "دشمنان" افغانستان، اتحاد و همبستگی مردم را به هم بزنند.

وی در پایان سخنانش، از مردم خواست که صبور باشند و در برابر هراس افگنان منسجم شوند.

ښاغلی غني زیاتوي چې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو او شبکو نوملړ شته، او دغه هېواد ته سپارل شوی دی.

شریک یي کړئ