Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشرغني د طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ

ولسمشر محمد اشرف غني د طالب ډلې د پنځه زره بندیانو د بخښنې او له بنده د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي سې‎شنبې(د کب په ۲۰مه نېټه) ویلي چې د دې کار موخه د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د خبرو پیل دی.

دا فرمان چې تېره شپه ناوخته لاسلیک شوی څلور مادې لري.

لومړۍ ماده کې یې راغلي دي: د دې فرمان له بنده خوشې کېدونکې طالب بندیان به لیکلې ژمنه کوي چې بېرته به د جګړې ډګر ته نه ستنېږي.

د فرمان له مخې د بایومټریکي معلوماتو له ثبت وروسته به د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیلېږي.

دویمه ماده: په لومړي ګام کې به د پروان له زندانه، ۱۵۰۰ تنه طالب بندیان خوشې شي، چې لړۍ یې د کب په څلرویشتمه یعنې راتلونکې شنبه پیلېږي او هره ورځ به ۱۰۰ تنه بندیان، د عمر، روغتیایي وضعیت او د بند پاتې مودې ته په پام به خوشې کيږي.

درېیمه ماده: نور ۳۵۰۰ تنه طالب بندیان به د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو له پیلېدو وروسته او د مذاکراتو په ترڅ کې خوشې کېږي.

همداراز ټاکل شوې ده په هرو دوو اوونیو کې به ۵۰۰ تنه طالب بندیان خوشې شي او په دې شرط چې تاوتریخوالی پام وړ کم شي.

د فرمان په څلورمه ماده کې لیکل شوي، چې د ملي امنیت شورا د دې فرمان عملي کولو مسوولیت لري او نورې اړوند ادارې به همکاري کوي.

په همدې حال کې هېواد کې د بشري حقونو کمېسیون د ټولو طالب بندیانو له ازادېدو سره مخالف دی.

دغه کمېسیون وايي هغه طالبان چې د افغانستان په بندخونو کې د جنايي جرمونو په جرم بندیان دي باید ازاد نه شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون افغان حکومت او امریکا ته د دغو بندیانو د خوشي کولو د څرنګوالي په هکله لیک سپارلی دی، خو هېڅ ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

تر دې مخکې د طالبانو د قطر دفتر ویاند وایي، امریکا ته یې د پنځه زره بندیانو نوملړ ورکړی او یو شرط پکې دادی چې دغه بندیان به یوه دښته او یا هم په زندانونو کې د طالب ډلې له تاییدۍ وروسته ورسپارل کېږي.

شریک یي کړئ