Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشرغني د لوړې د مراسمو د ترسره کېدو لپاره حکم صادر کړی

د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو  پایلو له اعلان شپږ ورځې وروسته ولسمشر غني حکم صادر کړی چې د ولسمشر د لوړې شانداره مراسمو د ترسراوي لپاره یو کمېسیون دې جوړ شي.

د دغه حکم پربنسټ چې طلوع نیوز یې یوه کاپي تر لاسه کړې ده؛ راغلي دي چې د لوړې د مراسمو د جوړېدو کمېسیون دې خپل کارونه تر پنځو ورځو عملي کړي.

د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې ویاند سید شاه سقیم په دې اړه وايي:«بېلابېلې کمېټې جوړې شوې دي چې کوم کورني او کوم بهرني مېلمانه راوبلل شي. لومړنۍ غونډې شويو دغه کمېسیون هڅه کوي چې ژر تر ژره مراسم ترسره کړي.»

اشرف غني په داسې حال کې د لوړې د مراسمو لپاره چمتووالی نیسي چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د هغه ځينې سیالان، د ټاکنو پایلې نه مني. 

له دې ډلې د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله چې ویل کېږي ټول ګډونه حکومت رامنځته کوي، عملاً په دوه شمالي ولایتونو - سرپل او جوزجان کې والیان معرفي کړي دي.

دغه ټاکنیزه ډله وايي که چېرې نور والیان له دوی ملاتړ ونه کړيو له دندو ګوښه او پر ځای یې نور والیان ګومارل کېږي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې د څارونکو مسوول فضل احمد معنوي وايي:«بحثونه دوام لري چې څه ګټور او عملي کارونه ترسره کېږي چې وکړای شي د افغانستان سلامت خوندي کړي. موږ په ستونزمن او حساس وضعیت کې یوو، د افغانستان ملي ګټې موږ ته ستر اهمیت لري او له موجوده وضعیت سره موږ غواړو ځينې ګامونه پورته کړو چې خلک او هېواد زیان ونه ویني او د دښمن لاس پورته نه شي او زموږ موخې هم ترلاسه شي.»

بلخوا د ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزې ډلې مرستیال وایي چې د اشرف غني د حکومت د کار د مخنیوي لپاره به له ټولو مدني لارو ګټه واخلي.

د ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزې ډلې مرستیال فضل الهادي وزین هم څرګنده کړه:«لومړی زموږ دریځ دا دی چې موږ اعلان شوې پایلې چې له درغلۍ ډګې او په ځلونو قانون ماتونه شوې او له اساسي قانون، ټاکنو قانون او ټاکنیزو لوایحو سره په څرګنده مخالفت دی، نه منو، او دویم د هغه حکومت مخه چې له درغلیو ډکو ټاکنو په پایله کې رامنځته شوی نیسو.»

سیاسي جنجالونه ترهغې وروسته پېل شوي دي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تېرې اوونۍ د سه شنبې پر ورځ له څلورو میاشتو وروسته محمد اشرف غني د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ . 

شریک یي کړئ