ولسمشر غني ګواښ کوي که چېرې نړۍ د افغانستان د خلکو له برخلیک سره معامله وکړي، د کابل د رد له ځواب سره به مخ شي.
ولسمشر غني وايي د سولې په بهیر کې به د جمهوریت د نظام او دولتي ځواکونو پر سر د معاملې لپاره د نړیوالې ټولنې فشارونو ته به تسلیم نه شي.
ولسمشر اشرف غني وویل:«موږ معاملې ته حاضر نه یوو او که چېرې نړۍ وغوښتله په وړاندې یې درېږو او نه ورته وایوو.»
خو د طالبانو ۳۲۰ نورو بندیانو په خوشي کېدو کې ځنډ او د افغانانو ترمنځ خبرو ناڅرګند برخلیک د هېواد د سیاستوالو له نیوکو سره مخ شوی دی.
په اسلام آباد کې د افغانستان پخوانی سفیر حضرت عمر زاخېلوال په دې اړه وویل:«درې سفیران د شپږو بندیانو په اړه درېږي او مخالفت کوي، اوس حکومت باید ځواب ورکړي چې ایا د خلکو غږ ورته مهم دی او یا هم دوه یا درې سفیرانو غږ؟»
د افغانستان د سولې او ترقۍ د ګوند مشر حاجي دین محمد هم څرګنده کړه:«دا چې فرانسوي او اسټرالیايي ځواکونه وژل شوي مهم دي، خو دا چې څو سوه زره افغانان وژل شوي هغوی مهم نه دي؟»
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د شپږو طالب بندیانو په تړاو د ځينو هېوادونو ملاحظې د ۴۰۰ جنجالي طالب بندیانو د خوشي کېدو د بهیر د نه بشپړېدو یو لامل دی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې هکله وايي:«د شپږو یا اوو بندیانو په هکله زموږ متحدان ملاحظه لري او دا ملاحظې رسماً له افغان حکومت سره شریک کړل شوي دي.»
طالبانو ته نژدې سرچینې افغان حکومت د افغانانو ترمنځ خبرو پر وړاندې د خنډونو پر جوړولو تورنوي.
سیاسي فعال نظرمحمد مطمین څرګندوي:«که چېرې ووايي چې سبا ته د افغانستان د خپلواکۍ ورځ مه لمانځئ چې دلته فرانسویان او اسټرالیایان وژل شوي ایا موږ هغه منو؟»
د طالبانو پخوانی قومندان سید اکبر آغا وايي:«تاسې دلته د مېلې او منظرې لپاره راغلي نه یاست چې وژل شوي یاست، دا چې موږ ته مو زیانونه رسولي ایا موږ ته یې بېرته راکوئ؟»
بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کوي چې په دې بهیر کې پر پاتې مسایلو باید غور وشي څو دا خبرې ژر تر ژره پېل شي.
په دې اړه مو اندونه