Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشرۍ له صالح د هغه د ګوښه کېدو د دلیل روښانه کېدل غواړي

ولسمشرۍ ماڼۍ غواړي چې په امنیتي او دفاعي برخه د اصلاحاتو په چارو کې د دولت وزیر امرالله صالح د خپلې د ګوښه کېدو لاملونه روښانه کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د امرالله صالح د استعفاء په اړه له مجازي نړۍ څخه خبره شوې او ولسمشر غواړي پوه شي چې د ښاغلي صالح د ګوښه کېدو لامل څه دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي په دې اړه وویل:«تراوسه مو په رسمي توګه استعفاء نه ده ترلاسه کړې ولسمشر غواړي پوه شي چې د ښاغلي صالح د استعفاء اصلي لاملونه څه وو حکومت له ټول اخلاص سره تمه لرله چې د امنیتي سکټور په برخه کې د ښاغلي صالح له ظرفیت څخه استفاده وشي.»

امرالله صالح ویلي چې د خپلې د ګوښه کېدو لامل به ډېر ژر له خلکو سره شریک کړي.

 امرالله صالح اووه کاله وروسته له هغه چې له حکومتي دندې جلال شوی وو درې میاشتې وړاندې په امنیتي برخو کې د اصلاحاتو د چارو وزیر وټاکل شو.

ښاغلي صالح د سه شنبې په ورځ خپل تازه ماموریت څخه استعفا وکړه او له خپلې دندې لاس په سر شو.

هغه خپله استعفا‌ء د فیسبوک په پاڼه خپره کړه او زیاته یې کړه چې د استعفا‌ء لامل به ډېر ژر له خلکو سره شریک کړي.

د ولسي جرګې غړي اسدالله سعادتي په دې اړه وویل:«هغه فلسفه چې د اصلاحاتو په چارو کې دولت په وزارت کې شتون لري په عمل کې نه پلي کېږي او په امنیتي برخه کې د اصلاحاتو په چارو کې د دولت وزیر کېدای شي یو سمبولیک او تشریفاتي هغه وي.»

د ولسي جرګې بل غړي غلام فاروق هم څرګنده کړه:«په خپله ښاغلی صالح باید پوه شوی وای په هغه ځای کې چې قانون کې ځای نه‎لري باید هغه دنده یې نه وه منلې.»

په دې لړ کې یوشمېر پوځي کارپوهان د ښاغلي صالح استعفاء په اړه داسې نظر لري.

د پوځي چارو شنوونکی جاوېد کوهستاني په دې اړه څرګنده کړه:«له بده مرغه د ارګ انحصار ګره ډله د اصلاحاتو راوړلو ته حاضره نه ده، او هېڅ ډول لازمې سلامشورې یې نه دي کړي او دا د دې لامل شوی چې امرالله صالح خپله هیله له لاسه ورکړي او په دې مانا چې د اصلاحاتو لپاره هیله شتون نه‎لري.»

په دې څوکې د امرالله صالح ګمارل چې د حکومت له تشکیلاتو بهر وو د ولسمشر لخوا رامنځته شو، له پیله له خوشبینیو او بدبینیو سره مخامخ وو.

یوشمېر کسانو دا پوست ننداریز بللی او یو شمېر نورو بیا اټکل کړی وه چې ښايي امرالله صالح  به کړای شي له خپلو تجربو په کار اخیستو سره په امنیتي ادارو کې اصلاحات رامنځته کړي.

خو د امرالله صالح په دې لنډ مأموریت کې په امنیتي ادارو کې هېڅ اساسي بدلون نه دی رامنځته شوی.

یوشمېر سرچینې وايي چې ښاغلی صالح په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د تغییراتو په اړه نه خبرېږي او د امنیتي ادارو د ډېرو مشرانو په مقررۍ او ګوښه کولو کې هغه نه خبروي.

په امنیتي او دفاعي سکټور کې د اصلاحاتو په چارو کې د دولت وزیر امرالله صالح،ویلي چې د خپلې د ګوښه کېدو دلیل به ډېر ژر له خلکو سره شریک کړي.

شریک یي کړئ