Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشرۍ ماڼۍ: شونې ده څه باندې ۵۰۰ طالب بندیان ازاد نه شي

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د هېواد عدلي او قضايي بنسټونه د څه باندې ۵۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه ملاحظې لري او شونې ده چې دغه بندیان ازاد نه شي.

د ولسمشر ویاند د صدیق صدیقي وايي چې تراوسه د طالب بندیانو د ازادولو نوی نوملړ له افغان حکومت سره شریک شوی نه دی.

له دې مخکې سرچینو طلوع نیوز ته ویلي وو چې طالبانو یو نوی نوملړ افغان حکومت ته سپاری چې د څه باندې ۵۰۰ بندیانو پرځای چې د جنايي جرمونو د ترسراوي په تړاو بندیان دي، د دغې ډلې نور کسان ازاد شي.

د افغان حکومت له زندانونو د څه باندې پنځه سوه طالب بندیانو د خوشي کېدو په تړاو اختلافونه د افغانانو تر منځ د خبرو د پیلېدو پر وړاندې یوه له اصلي خنډونو بلل کېږي.

د ولسمشر ویاند وایي چې طالبانو تر اوسه د دغو بندیانو پر ځای د نورو هغو نوملړ نه دی ورلېږلی.
 
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل:«شونې ده چې زموږ سیسټم اجازه ورنه کړي چې ځینې طالبان، چې ښايي طالب هم نه وي یا هغه کسان چې په ورکړل شوي نوملړ کې پر نورو مسایلو تورن دي، هغوی ازاد شي.»

له دې ټولو سربېره حکومت وایي چې داسې پلمه به طالبانو ته په لاس ورنه کړي چې د سولې د خبرو پر وړاندې خنډ شي.

بل خوا د بهرنیو چارو وزارت وایي د نړۍ هېوادونو په هغې غونډه کې چې په انلاین بڼه جوړه شوې وه؛ له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي.
        
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي:«د غونډو ګډون کوونکو د تاوتریخوالي دوام یې د منلو وړ نه باله او پر طالبانو یې غږ وکړ چې توتریخوالی کم کړي چې د خبرو د پيل لپاره زمینه مساعده شي.»

بل خوا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وایي چې د افغانانو تر منځ خبرې باید په داسې هېواد کې وشي چې د امریکا تر نفوذ لاندې نه وي او دغه راز هېڅ بل هېواد پرې ولکه ونه لري.

ښاغلی حکمتیار له طالبانو غواړي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو پر وړاندې خنډ نه شي.
  
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار څرګندوي:«له ښکېلاګرو سره سوله او افغانو سیالانو سره جګړه هېڅ شرعي او عقلي جواز نه لري.»

طالبانو د پنځه زره بندیانو خوشې کېدل؛ د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره خپل یو بنسټيز شرط بللی دی او تر دې وړاندې یې ویلي دي چې تر څلوېښت سلنې پورې یې خپل عملیات کم کړي دي.

شریک یي کړئ