Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونما د ټاکنو کمېسیون په چارو کې پر لاسوهنې تورنه شوه

د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا پر یوناما یا افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان پر استازولۍ تور لګولی چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په چارو کې لاسوهنه کوي.

دغې شورا یونما ته په یو استول شوي لیک کې تور لګولی چې دغه بنسټ د ټاکنو په مسایلو کې بې پرې نه دی او یو لوري ته میلان لري. 

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا په لیک کې پر یونما تور لګول شوی چې د انتخاباتو کمېسیون ته د دغه کمېسیون له یوه کارکوونکي سره د محمد عبدالله د بد چلند په اړه د لیک له استولو سره خپل بې پرې والی له منځه وړی دی.  

بلخوا د ټویټر یو شمېر کاروونکي وايي، له هغه وخته چې په یونما یې نیوکې کړې دي، د یونما د ټویټر اکاونټ ته د دوی د لاسرسي مخه نیول شوې ده.

د مشرانو جرګې غړی ګل احمد اعظمي په دې اړه وویل:«هغوی (یونما) باید د بیان ازادۍ د ملاتړ بېلګه وي! کله چې یو کس باید لارښود وي او هغه په خپله نیمګړی وي، دا په خپل ذات کې ډیموکراسي تر پوښتنې لاندې راولي.»

 خو یونما د دې نیوکې په غبرګون کې ویلي دي چې که څه هم نیوکې ګټورې دي؛ خو ګواښوونکې او مبتذلې لیکنې، له آزادۍ ناوړه ګټې اخیستنې او په ټولنیزو رسنیو کې سپکاوی باید ودرول شي.

اخوا ټاکنیزې ډلې هم په دې اړ غبرګون ښودلی.

 د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې دویم مرستیال اسدالله سعادتي وايي:«زه فکر نه کوم چې یونما په خپل کلیت کې د دغه کار مسوول وي؛ زه فکر کوم چې هلته ځينې کړۍ فعالې دي او دغه کړۍ په ټولو ځایونو کې خپل کار کوي.»

د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې ویاند رضوان مراد بیا وویل:«هغه کمېشنران چې دننه په کمېسیون کې دي، هغوی باید ملي فکر ولري، نه دا چې د یوې ډلې پلوی وي او د یوې ډلې لپاره بهیر له ننګونې سره مخ کړي.» 

یونما دغو غبرګونونو ته په ځواب کې وایي چې دا اداره له بشپړبې پرېتوب ډاډ ورکوي او په افغانستان کې له کومې سیاسي ډلې نه بلکې د دغه هېواد له ټاکنیزو ادارو ملاتړ کوي.

شریک یي کړئ