Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر ته د هندوانو شورا لیک:د جلال اباد ځانمرګی برید دې وڅېړل شي

د افغانستان د هندوانو او سکهانو سراسري شورا، په یوه لیک کې له ولسمشر څخه غوښتي ترڅو په جلال ابا کې د ځانمرګي برید د څېړلو او په اروپا کې د افغان هندوانو او سکهانو د ستونزو د حل لپاره یو ځانګړی فرمان صادر کړي.

دغه شورا، په اروپا کې د هندوانو او سکهانو د پېژندپاڼې نه شتون یوه جدي ستونزه بولي او دا چې په اورپايي هېوادونو کې د هېواد سفارت خونې د پېژندپاڼې په نشتون کې هېڅ کار نه کوي نیوکه کوي.

په لیک کې راغلي:«په اروپا کې د هېواد سفارتونه د تذکرې په نشتون کې هېڅ کار نه ترسره کوي چې دا په اروپا کې د افغان ګډوالو په ځانګړې توګه د هندوانو او سکهانو ټولنې ته په لوی سرخوږي بدل شوی دی. چې باید ورته ځانګړې حل لاره ولټول شي.»

په دغه لیک کې همدارنګه په افغانستان کې د هندوانو او سکهانو د جایدادونو د غضب په اړه هم څرګندونه شوې او همدارنګه په ننګرهار کې وروستی ځانمرګی برید چې په هغه کې هندوانو او سکهانو ته مرګ ژوبله واوښته په هېواد کې د مذهبي لږکیو په وړاندې د زور زیاتي پیل بولي.

د دغه لیک په بله برخه کې راغلي:«د جلال اباد پېښه چې په هغه کې په لسګونه هندو او سک هېوادوال د څه باندې درې ساعتونو لپاره د علي قدر (ولسمشر) په تمه وو، خو په پای کې د ځانمرګي برید موخه وګرځېدل او په پایله کې یې زموږ د مذهبي لږکیو ۱۹ تنه مشران ووژل شول او څه باندې ۲۰ تنه ټپيان شول نه شو کولای هغه یو ناڅاپي پېښه وګڼو.»

په دغه لیک کې همدارنګه سیمې له ځنډ سره د امنیتي ځواکونو پر راتګ هم نیوکه شوې:«د پېښې له رامنځته کېدو څخه څه باندې یو ساعت وروسته امنیتي ځواکونه او لومړنی طبي مرستې سیمې ته راورسېدل.»

په اروپا کې د افغانستان د سکهانو ګډوالو شورا، له حکومته غواړي ترڅو په هېواد کې د هندوانو او سکهانو د مړو د سوځولو ځای او عبادت‎ځایونو د امنیت ساتنې لپاره پر امنیتي بنسټونو فرمان صادر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ۱۸ ورځې مخکې په جلال اباد کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ۱۹ تنه هندو او سک مذهبه هېوادوال ووژل شول او څه باندې ۲۰ تنه نور ټپيان شول.

شریک یي کړئ