Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر: خوشې شوي بندیان به د سولې سفیران شي

ولسمشر غني وايي د هېواد له بنده ډېری خوشې شوي بندیان به د سولې سفیران شي او د جګړې ډګرونو ته به نه ستانه کېږي.

ښاغلي غني دا خبرې نن سهار(پنج‎شنبې د غبرګولي په ۲۳مه نېټه) د افغانستان علماو سراسري شورا له غړو سره په ناسته کې کړې دي.

ولسمشر غني د اختر په لومړۍ ورځ وویل چې د سولې مشورتي لویې جرګې د غوښتنې له مخې به کابو ۹۰۰ بندیان خوشې کړي ـ هغه زندانیان چې وروسته د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب وویل چې خوشې کېدونکي بندیان د طالبانو د ډلې غړي دي.

د بندیانو د خوشې کېدو بهیر له پیله کابو لس ورځې کيږي چې د کابل پلڅرخي، هرات، ننګرهار او د هېواد د یو شمېر نورو زندانونو کابو ۴۹۰ بندیان خوشې شوي دي.

ولسمشر غني د افغانستان د علماو شورا سراسري ناستې پرمهال ارګ کې ویلي دي چې سولې ته د رسېدو هڅو کې به په شا نه شی:« موږ سولې او خلکو ته د خدمت په برخه کې شاتګ نه کوو او د بندیانو د خلاصون په اړه مو ستاسو او د سولې مشورتي لویې جرګې غوښتنه ومنله، اکثریت خوشې شوي بندیان به د سولې سفیران شي او بیا به جنګ ته ونه ګرځي.»

ده همداراز د خپلو خبرو په بله برخه کې د فراه ولایت د کروندګرو ستونزه هم یاده کړې ده. ولسمشر د هېواد ملي تدارکاتو ادارې ته دنده سپارلې ده تر څو د فراه ولایت کرنیز توکي د کندهار د ۲۰۵ اتل، د هلمند ۲۱۵ میوند او د هرات ولایت ۲۰۷ ظفر قول اردو لپاره وپېري.

د فراه ولایت کروندګر وايي چې کرنیز توکي په ځانګړې توګه هندوانې د بازار نشتوالي له کبله په کمه بیه پلورل کېږي او بیې یې ډېرې ټيټې شوې د، دوی وايي په دې ولایت کې یوه کیلو هندوانه په یوه افغانۍ پلورل کېږي.

د هېواد د کرنې وزارت وايي چې د فراه ولایت د هندوانو حاصلات سږ کال ۱۷ سلنه زیات شوي دي.

په هېواد کې د ولسمشر د فرمان له مخې د بندیانو د خلاصون بهیر له پیله تر اوسه ۴۹۰ تنه یې د هېواد له بیلابیلو زندانونو خوشې شوي دي

شریک یي کړئ