Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر د هسکې مېنې د پېښې قربانیانو کورنیو سره ګوري

ولسمشر، اشرف غني د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې اړوند د جودرې سیمې پر جامع جومات د وروستي ترهګریز برید د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ شریکولو په موخه، نن(یک‎شنبې د تلې په ۲۸مه نېټه) یادې ولسوالۍ ته ولاړ.

 د ننګرهار د والي ویاند، عطالله خوګیانی وايي ولسمشر غني به د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره وګوري.

د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ "جَودَرې" سیمې په یوه جومات کې پرله‎‌پسې دوو چاودنو د ۷۲کسانو ژوند واخیست.

د ننګرهار د ځايي چارواکو په وینا، چاودنې له غرمې وروسته (جمعه د تلې په ۲۶مه) د یوې نیمې بجې په شاوخوا کې هغه مهال رامنځته شوې چې لمونځ کوونکي د جمعې د لمانځه د ادا کولوپه حال کې وو.

په دې پېښه کې ۳۲ تنه نور ټپیان شول.

د پېښې شاهدان وايي چې د دغې پېښې له امله د دغه جومات چت رالوېدلی دی.

تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

د ننګرهار ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې سیمې یوه جومات کې د جمعې په ورځ د لمانځه پرمهال چاودنه وشوه

شریک یي کړئ