Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر: د هېواد د هوايي حریم کنټرول مو په خپل لاس کې ونیو

ولسمشر غني وايي چې افغانستان له ۲۶ کلونو وروسته وتوانېد چې د «هوايي حریم» کنټرول په خپل لاس کې ونیسي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خپرپاڼه کې چې نن له غرمې وروسته (پنجشنبې د زمري په ۱۸ مه) رسنیو ته استولی، وايي چې ولسمشر، نن ګهیځ د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د رادار نوی سیسټم پرانیست. ولسمشر وايي چې د دغه سیسټم له پرانیستو سره د افغانستان د هوايي حریم کنټرول د افغانانو په واک شو.

له ۱۳۷۱ کال راهیسې د هېواد هوايي حریم د بهرنیانو لخوا اداره کېده خو اوس له ۲۶ کلونو وروسته افغانانو یو ځل بیا دا مسوولیت ترلاسه کړ.

 دا کار د مسلکي کارکونکو له روزنې او د رادار د نوي سیستم له لګولو وروسته ترسره شو، د دغه سیستم پر خوندیتوب په کال کې لس مېلیون ډالر ولګول شي.

هغه د دغه رادار سیسټم د فعالولو پر مهال څرګنده کړه، چې افغانستان اوس د فضایي حریم خپلواکي ترلاسه کړې ده.

ولسمشر دغه نوی رادار سیستم په نړۍ کې پرمختللی رادار سیستم بولي او وایي، افغانستان درېیم هېواد دی چې له دغه سیستم نه ګټه پورته کوي.

ولسمشر په دې اړه وویل:«په تېر کې هوايي دهلیز چې باید د افغانستان له فضا څخه تېر شوي وای، شتون نه درلود، اوس دا زمینه برابره شوې. زموږ مهمه موخه دا ده چې افغانستان د نړۍ په څلور لارې بدل شي او ډېر ژر د ځمکې له لارې هم دغې موخې ته ورسېږي.»

ولسمشر همدارنګه ویلي چې د رادار د نوي سیسټم له پرانستو سره به د هوايي چلند بیه به هم را کمه شي.

ښاغلي غني په دې اړه څرګنده کړه:«هغه لګښت چې موږ د هوايي خدماتو لپاره ورکاوه، څه باندې سلګونه مېلیونه ډالره کېدل، خو نن د افغانانو په لاس د نوې ټکنالوژۍ په استفادې سره، د هوايي چوپړتیاو بیه لږه، د هغه کیفیت لوړ او د هغه عواید زیاتوالی مومي.»

 هوايي چلند د خپلواکې ادارې رییس وايي که څه هم د رادار دغه سیستم به له دې وروسته د هېواد پر فضا ټولې الوتکې به وڅاري.

ولسمشر غني زیاتوي د دغې نوې تکنالوژۍ کارول به هغه لګښت کم کړي چې د افغانستان فضايي اداره یې ترسره کوي، د دې کار ګټه به مسافرینو ته ورسېږي.

حریم هوایی افغانستان از سال ۱۳۷۱ به اینسو از سوی خارجی‌ها کنترول می‌شد و اکنون آنطور که ریاست‌جمهوری می‌گوید این مسؤولیت به افغان‌ها سپرده شده است.
.

شریک یي کړئ