Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر د ۱۳۹۸ کال امنیتي پلان تصویب کړ

د ملي امنیت شورا وايي چې د روان لمریز کال امنیتي پلان، نن سې‎شنبې (د وري په ۱۳ مه) د ولسمشر اشرف غني لخوا تصویب شو.

د ۱۳۹۸ لمریز کال امنیتي پلان چې «د خالد امنیتي پلان» نومېږي نن په یوې امنیتي غونډه کې پرې بحث وشو او وروسته د ولسمشر له خوا تصویب شو.

د ملي امنیت شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي:«د دغه پلان موخه د هېواد امنیتي د وضعیت ښه والی، د ترهګرو ځپل، تر ګواښ لاندې سیمو په ګوته کول، د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی او د ټاکنو د امنیت ټينګښت بللې ده.»

د ۱۳۹۸ کال امنیتي پلان په داسې حال کې تصویبېږي چې له دې مخکې ملي دفاع وزارت ویلي وو چې طالبانو هم سږکال د جګړې لپاره بشپړ چمتووالی نیولی دی.

د ملي دفاع وزارت سرپرست ویلي چې طالبان سږکال هڅه کوي چې له خپل ټول ځواک سره د امنیتي او دفاعي ځواکونو په وړاندې وجنګېږي.

شریک یي کړئ