Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني: افغانستان د وصل پر سیاست باور لري

ولسمشر غني د ترکمنستان کې د ټاپي پروژې د یوې برخې پای ته رسېدو په مراسمو کې وویل چې افغانستان د وصل او نښلونې پر سیاست باور لري او دا هېواد به په تلو تلو کې مرکزي آسیا له سویلي آسیا سره ونښلوي.

ښاغلی غني څرګندوي:«د ټاپي پروژه دا ښیې چې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند او نور هېوادونه پر یوه عمده اقتصادي بحث سوچ کوي.»

ولسمشر غني هیله څرګنده کړه چې راتلونکی نسل دې باور ته ورسیږي چې موږ د یوه لوی لیدلوري بنسټ کېښود دا چې پر فقر، افراطیت او بیکاریو غالب شي.

ده په ترکمنستان کې وویل:«نن د آسیا سویل شمال او مرکزي آسیا سویل ته ګوري او افغانستان د وصل ټکی دی.»
 
ده د ترکمنستان له ولسمشر او ملګرو یې د ټاپي پروژې پلې کولو لپاره له اخلاص او هوډ درناوی وکړ.

ښاغلي غني وویل:«دا چې د ټاپي پروژه مو د کوریدور او د پروژو پر لویې بستې بدله کړه، مننه کوم، دا یوه پروژه نه ده بلکې یو کوریدور (کږلیچ) دی.»

TAPI will however, transport gas from Turkmenistan to Afghanistan, Pakistan and India via a 1,814km pipeline.  

د ټاپي ګازو پایپ‎لاین چې هر کال ۳۳ میلیارده مترمکعب ګاز لیږدوي، ۱۸۰۰کیلومتره واټن ولري، دې پروژه کې څلورو هېوادونه ګډونلري او ویل کیږي چې د دې پایپ‎لین ۱۴۷کیلومتره به د ترکمنستان په خاوره کې او ۷۳۵ کیلومتره به یې د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو ولېږدولشي او ترڅنګ یې ۸۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي له پاکستان څخه لیږدول کېږي.

ولسمشر غني وايي چې د ټاپي پروژې د کار پیل سره د یوه لوی لیدلوري بنسټ کېښودل شو چې کولی شي پر فقر، افراطیت او بې‎کاریو غلبه وکړي.

شریک یي کړئ