Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني امنیتي ځواکونو ته حکم کړی چې یرغلي حالت غوره کړي

ولسمشر غني د کابل او ننګرهار په نننیو او د لغمان د پروني برید په غبرګون کې، دولتي ځواکونو ته یې حکم کړی چې په له «فعال دفاعي» حالت څخه یرغلي حالت ته راشي.

ښاغلي غني چې نن ماښام ملت ته په خطاب کې وینا کوله له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې پر طالبانو دې بریدونه بیاځلې پيل کړي.

د کابل ښار د دیارلسمې حوزې په اړوند دشت برچي سیمه کې پر یوه روغتون برید کې ۱۳ تنه ښځې او ماشومان وژل شوي دي. په ننګرهار کې د جنازې په مراسمو ځانمرګي برید کې ۲۴ تنه وژل شوي دي.

تېره ورځ سرچینو وویل چې په لغمان کې پر دولتي ځواکونو د طالبانو برید کې ۲۷ تنه دولتي ځواکونه وژل شوي دي.

خو طالبانو ویلي دي چې په نننیو بریدونو کې یې لاس نه دی لرلی، خو د لغمان برید مسوولیت یې منلی دی.

ولسمشر غني ویلي چې طالبان تل د سولې غږ نه دی اورېدلی او تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی دی.

شریک یي کړئ