Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني به پاکستان ته سفر کې پر څلورو مهمو موضوعګانو بحث وکړي

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني پاکستان ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له لومړي وزیر سره به پر څلورو مهمو موضوعګانو بحث وکړي.

د ولسمشر ویاند وايي چې د امینت، له طالبانو سره د خبرو اترو، سیمه‎ييز نښلون او همدارنګه د سوداګرۍ، ټرانزیټ او په افغانستان کې پانګونه به د خبرو اترو اصلي چورلیز وي. 

ولسمشرغني تر راتلوونکو دوو ورځو پاکستان ته ولاړ شي او دا لومړی ځل دی چې ښاغلی غني د عمران خان له حکومت سره خبرې کوي.

افغان حکومت وايي چې په دغه سفر کې به روښانه شي چې اسلام اباد به د افغان سولې په بهیر کې څه ډول همکاري وکړي.

جمهوري ریاست وایي چې پاکستان ته د ښاغلي غني د سفر بلنه له اسلام آباد سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره د سولې د مشورتي لویې جرګې له غوښتنو وروسته منل کېږي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په دې اړه وویل:«په دغه سفر کې پر څلور موضوعګانو تمرکز کېږي، اول سیمه‎ييز نښلون، دویم سوداګري، ټرانزیټ او پاګونه درېيم د امنیت په اړه، او څلور هم د سولې په اړه بحث وشي.» 

خو په وروستیو کلونو کې هغه څه چې د کابل پر وړاندې د پاکستان دوه ګونې لوبې بل کیږي؛ د پاکستان د ژمنو د نه پلي کېدو په تړاو یې اندېښنې راپارولې دي.

د ولسي جرګې غړی حبیب الرحمان پدرام په دې اړه وویل:«ولسمشر باید پاکستان اړباسي چې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره لېوالتیا وښيي.»          

د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی هم څرګنده کړه:«په دې کې شک نشته چې پاکستان نه یوازې په تېرو ۴۰ کلونو کې لاسوهنه کړې، بلکې په څرګنده یې تېری کړی چې دا باید بند شي او د هغه له بندېدو سره په افغانستان کې به ټيکاو راشي.»

خو د ولسمشرۍ ټاکنیزې ډلې پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر په تړاو اندېښنې لري.

د عبدالله عبدالله د ټاکنېزې ډلې دویم مرستیال اسدالله سعادتي وايي:«زموږ بحث دا دی چې په دغه سفر کې به د ټاکنو موضوع په پرېکنده توګه مطرح شي او د هغه د مخنیوي لپاره هم هېڅ میکانیزم نشتون نه‎لري.»

پاکستان ته به د ولسمشر غني دا سفر دوه ورځنی وي. دا دویم ځل دی چې ښاغلی غني په رسمي توګه پاکستان ته ځي. تر دې وړاندې ولسمشر غني په دوه زرو څلورلسم کال کې اسلام آباد ته تللی و. 

شریک یي کړئ