Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر غني خپل ایراني سیال ته د سلیماني د وژل کېدو تسلیت ووایه

په بغداد کې د امریکا په هوايي برید د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د قومندان له وژل کېدو دوه ورځې وروسته ولسمشر غني نن (یکشنبې د مرغومې په ۱۵مه) د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره په ټلېفوني اړیکه کې، د دغې پېښې په اړه هغه او د ایران خلکو ته تسلیت ووایه.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني له حسن روحاني سره په ټلېفوني اړیکه کې «هغه ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان او امریکا د امنیتي هوکړه لیک پر بنسټ، د افغانستان خاوره هېڅکله د بل هېواد پر خلاف نه استعمالېږي.»

ښاغلي غني د جمعې پر ماښام (د مرغومې په ۱۳مه) د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپيو سره هم ټلېفوني خبرې کړې وې او په هغه کې، د نورو هېوادونو پر خلاف د افغانستان د خاورې پر نه استعمالېدو ټینګار کړی و.

د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قومندان د جمعې په ورځ د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

د سلیماني ترڅنګ د عراق حزب الله د کتایب ډلې قومندان، د لبنان د حزب الله د بهرنیو عملیاتو قومندان په ګډون اوه تنه نور هم وژل شوي دي.

د هېواد اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم له دې مخکې د یوې اعلامیې له خپرولو سره، د سلیماني د وژنې په اړه خواشیني ښودلې وه او د هغه له کورنۍ او د ایران له خلکو سره یې غم شریکي کړې وه.

د افغان حکومتي چارواکو ترڅنګ، د دغه هېواد ځينو سیاستوالو هم د سلیماني د وژنې تسلیت ویلی دی.

شریک یي کړئ