د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د اسیا زړه – د اسټانبول پروسې په اومه غونډه کې د ګډون په منظور، نن له غرمې وروسته باکو ته ولاړ.
د اسیا زړه مقدماتي غونډه نن ګهیځ د اذربایجان په مرکز باکو کې پیل شوه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې چې رسنیو ته یې استولې، ویلي چې په دغه سفر کې ځینې دولتی چارواکي هم د ولسمشر ملتیا کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي:«ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني په دغه دوه ورځني سفر کې، د اسیا زړه د بهرنیو چارو وزیرانو په اومې غونډه کې د ګډون ترڅنګ، « د امنیت او اقتصادي پیوستون» تر نامه لاندې غونډه د افغانستان د اوضاع او د سیمهییزو همکاریو په اړه وینا کوي.»
لکه څرنګه چې ارګ وايي، ټاکل شوې ده چې ښاغلی غني، د اذربایجان له چارواکو سره هوکړهلیک لاسلیک کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د منځنۍ اسیا د هېوادونو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازی محمد شاکر کارګر، د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو د عمومي ریاست او سټراتېژیکو اړیکو مرستیال محمد هارون چخانسوري په دغه سفر کې، د ښاغلي غني ملتیا کوي.