Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني: د افغانانو ترمنځ خبرې به ډېر ژر پیل شي

په هېواد کې د جګړې له زور اخیستو او د ترهګریزو پېښو له رامنځته کېدو سره هم مهاله ولسمشر غني وايي چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره باید د طالبانو دا تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

ښاغلي غني دغه څرګندونې نن شنبې له غرمې مخکې د مشرانو جرګې له غړو سره د لیدنې پر مهال وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي:«ولسمشر د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالي ته په نغوتې سره وویل چې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره باید تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او ډېر ژر د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.»

ښاغلی غني په داسې حال کې د افغانانو ترمنځ د خبرو پر پیل ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازې په وینا، ټاکل شوې خبرې د جولای په میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار کابل کې د یوه مقناطیسي ماین چاودنه کې د بشري حقونو خپواک کمېسیون دوه تنه کارکوونکي ووژل شول. تراوسه هېڅ دلې د دغه پېښې پړه نه ده منلې.

د امنیتی بنسټونو د شمېرو پربنسټ، دم ګړۍ د هېواد د پنځلسو ولایتونو په ځینو برخو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده. تېره ورځ امنیتي وویل چې د یوې شپې او ورځې په لړ کې پنځلس امنيتي ځواکونه وژل شوي دي.

له دې سره هم مهاله سي ان ان رپوټ ورکړی چې ټاکل شوې امریکا خپل نیمايي ځواکونه له افغانستان څخه بهر کړي. دم ګړۍ په افغانستان کې ۸۶۰۰ امریکايي سرتېري حضور لري.

په افغانستان کې د تاوتریخوالی کموالی، د طالبانو او د حکومت بندیانو ازادول او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا او سولې هوکړه لیک مهمې برخې دي.   

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازې په وینا، ټاکل شوې خبرې د جولای په میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شي.

شریک یي کړئ