Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني د اماراتو د سفیر په مړینې خواشیني وښوده

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې وايي چې ولسمشر غني په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي د مړینې له خبرېدو څخه سخت خواشینۍ شو.

د عربي متحده اماراتو سفیر او د دغه هېواد له ځینو نورو ډيپلماټانو سره چې د روان کال د مرغومې په ۲۱ د النهیان خیریه بنسټ د پرانیستو لپاره کندهار ته تللي وو،د یوه ترهګریز برید موخه وګرځېدل.

په دغې پېښه کې الکعبي ټپي شوو.

ښاغلي غني په کابل کې د عربي متحده اماراتو د سفیر د مړینې له امله د خواشینۍ ترڅنګ وویل چې د عربي متحده اماراتو پر ډيپلماټانو برید نه‎شي کولای زموږ اړیکې خرابې کړي،ځکه چې افغانستان او امارات د پياوړو او ټینګو اړیکو لرونکي دي.

هغه زیاته کړه:«په دغه ترهګریز برید کې د افغان او اماراتو وګړو د وینو تویول،له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې د دوو هېوادونو د حکومتونو او خلکو اراده او عزم به لا پياوړی کړي.»

افغان ولسمشر د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب د الکعبي کورنۍ او د عربي متحده اماراتو حکومت او خلکو ته وړاندې کړه.

شریک یي کړئ