Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني د تداروکاتو ملي کمېسیون له چارو دفاع کوي

په داسي حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د تداروکاتو ملي کمېسیون کې د روڼتیا له نشتونه سخته نیوکه کړي، خو ولسمشر غني وایي چې په ورستي یو کال کې د دغه کېسیون په یوسلو نوي ناستو کې په تړونو کې ۱۷ میلیارده افغانۍ سپما شوي دي.

ولسمشر غني نن(یک‎شنبې د وږي په ۳۱ نېټه) یوې ټاکنیزې ناستې پر مهال وايي هېواد کې یو شمېر اقتصادي هوکړې ځکه نه دي پلې شوې چې، د بنسټونو په برخه کې یو شمېر کورني او بهرني قراردادیان ملي لومړيتوبونه د خپلو شخصي ګټو قرباني کوي.

ښاغلی غني وايي یوازې په تېر یوه کال کې ۱۷ میلیارده افغانۍ سپما شوې دي  او لا هم یو شمېر اقتصادي پروګرامونه د یو شمېر سیاستوالو او شرکتونو په انحصار کې دي.

دی زیاتوي:«په یوه کال کې موږ یوازې اوولس ملیارډه افغانۍ سپما کړې. اوس هم اقتصاد د څو انحصاري شرکتونو په لاس کې دی، باید ملا یې ماته شي.»

وروسته له دې چې امریکا متحده ایالاتو د افغانستان په حکومت کې د دوو بنسټيزو پروژو کابو ۱۶۰ میلیونه ډالرو د بودجې ورکړه وځنډوله، ولسمشر غني وايي د تدارکاتو ۱۹۹ غونډې یې کړې او کابو ۱۷ میلیارده افغانۍ یې سپما کړې دي.

ولسمشر غني:« د ملي تدارکاتو یو سلو نهه نویمه غونډه وه، په یوه کال کې موږ یوازې اوولس ملیارډه ډالره سپما کړې. اوس هم اقتصاد د څو انحصاري شرکتونو په لاس کې دی، باید ملا یې ماته شي.»

ورته مهال د ولسي جرګې یوشمېر غړي د تداروکاتو ملي کمسیون په هیواد کې د فساد زړه بولي او د دې کمېټې د ناسمو کارونو د څېړنې په موخه د یوه نړیوال صلاحیت لرونکي پلاوي پر جوړېدو ټینګار کوي.

د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون رییس، عظیم محسني زیاتوي په داسې حال کې چې ولسمشر غني پر فساد تورنوي، زیاتوي چې ښاغلي غني د ملي تدارکاتو د کمېټې رییس په توګه ټول قراردادونه په خپل انحصار کې نیولي دي او د تدارکاتو ناستې یې تحریم کړې دي.

ښاغلی محسني وايي د تدارکاتو د کمېټې د ناسمو کارونو د څېړنې په موخه د یوه نړیوال صلاحیت لرونکي پلاوي پر جوړېدو ټینګار کوي.

ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون رییس وايي د حکومت کابو ۶۰سلنه بودجه دریوو امنیتي بنسټونو ته ځانګړې شوې ده، خو د دې بنسټونو هوکړې یوازې څو محدودو کسانو اخیستي دي چې خپلو مسوولیتونو ته هم رسېدنه نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په د جمعې په ورځ یوه اعلامیه کې ویلي دغه هېواد د ملي یووالي په حکومت کې د فساد او په کارونو کې د روڼتیا د نشتوالي له امله سل میلیون ډالر چې په افغانستان کې د بريښنا د یوې لویې پروژې لپاره په پام کې نیول شوي وو بیرته یې د امریکا د مالیې وزارت ته ورګرځوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دغه اعلامیه کې وايي واشنګټن تمه لري د افغان حکومت بنسټونه او مشران باید د خپلو کارونو په  اړه حساب ورکونکي وي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې یوشمېر غړي د تداروکاتو ملي کمېسیون په هیواد کې د فساد زړه بولي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه