Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني د رای ورکوونکو د نوم‎لیکنې بهیر رسماً پیل کړ

د رای ورکوونکو د نوم‎لیکنې بهیر نن شنبې (د وري په ۲۵ مه) رسماً د افغان ولسمشر اشرف غني او د مېرمن غني له وینا سره پیل شو.

هغه په دغه پروګرام کې یو ځل بیا وویل حکومت د ټاکنو د ترسراوي لپاره هوډ او اراده لري.

افغان ولسمشر څرګنده کړه:«نن باید ټولو ته روښانه وي چې ملي یووالی حکومت د ټاکنو ترسراوي ته هم نیت او هم هوډ او اراده لري.»

ښاغلي غني همدارنګه له خلکو څخه وغوښتل ترڅو په دغه بهیر کې ګډون او نوم‎لیکنه وکړي.

ولسمشر غني زیاته کړه:«ټاکنې د دې وسیله ده چې سیاسي او فکري اختلافونه د خلکو د رڼو ټاکنو پر بنسټ حل شي. کارنده سیاستونه باید د جبري سیاستونو ځای ونیسي. له ټولو خلکو غواړم ترڅو په دغې ملي پروسه کې ګډون وکړي.»

هغه همدارنګه وویل چې د ټاکنو په چارو کې د امنیتي، دفاعي او ملکي ځواکونو او نوماندانو لاسوهنه په هېڅ ډول د زغم وړ نه ده.

هغه وویل:«له ښاغلو نوماندانو څخه غوښتنه کېږي ترڅو د ټاکنو قانون په دقت سره ولولي. په امنیتي او اداري چارو کې د هېڅ نوماند لاسوهنه په هېڅ ډول زموږ لپاره د زغم وړ نه ده.»

ولسمشر غني همدارنګه وویل چې د ټاکنو کمېسیون دې باید ډاډ ترلاسه کړي چې ټاکنې په رڼه توګه ترسره کوي.

افغان ولسمشر څرګنده کړه:«موږ تمه لرو چې د ټاکنو کمېسیون چارواکي، بې پرې،رڼې او خپل ولایت، قوم او مذهب ته له پاملرنې پرته، ټاکنې ترسره کړي.»

په همدې حال کې ولسمشر اشرف غني د سولې هغه وړاندیز یې چې طالبانو ته کړی وه تکرار کړ او وې ویل چې طالبان دې جګړه پای ته ورسوي او د یوې سیاسي ډلې په توګه دې نوم‎لیکنه وکړي او په ټاکنو کې دې ګډون وکړي.

په همدې حال کې د ملي یووالي حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله هم په نادریه لېسه کې له حضور سره د رای ورکوونکو د نوم‎لیکنې په بهیر کې ګډون وکړ.

ښاغلي عبدالله وویل د رای ورکوونکو د نوم‎لیکنې بهیر په ټاکنیز نظام کې زموږ د اصلاحاتو ژمنه وه.

اجرايي رییس ټینګار وکړ چې په پارلماني، ولسوالیو شوراګانو او ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون په پار د رای ورکوونکو نوم‎لیکنه اړینه ده او له نوم‎لیکنې څخه پرته رایه نه‎شي کارولای.

ښاغلي عبدالله خلکو ته په خطاب کې وویل چې په هغه مرکز کې نوم‎لیکنه وکړئ چې وکړای شې په ټاکنو کې هملته رایه ورکړئ. یعنې یو کس نه شي کولای په یوه مرکز کې نوم‎لیکنه وکړي او په بل مرکز کې رایه وکاروي.

د هېواد اجرايي رییس زیاته کړه چې د رای ورکوونکو نوم‎لیکنه او په پای کې د رای ورکونې پر شرایطو د برابرو کسانو نوملړ، له درغلۍ او د صندوقونو له ډکولو به مخنیوی وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس، عبدالبدیع صیاد وویل:«کمېسیون په هېواد کې د تلې پر ۲۸مه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره ټینګ هوډ لري.»

ده همداراز زیاته کړه:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اصلاحاتو راوستو ته ژمن دی او نن یې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د رایو ورکوونکو نوم‎لیکنه اود  نوملړ جوړول پیل کړل او د رایو ورکوونکو نوملړ چمتو کولو سره به رایه ورکوونکی یوه مرکز سره وصل او هلته به رایه ورکړي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو له خلکو غوښتنه وکړه چې نوم‎لیکنه وکړي او نړۍ ته څرګنده کړي چې د یوه ملت په توګه خپل برخلیک ټاکي.

ښاغلي صیاد همداراز پر مخالفو وسله‎والو هم غږ وکړ چې د ملي بهیر سره یوځای او سیاسي سیالي دي وکړي، ترڅنګ یې د خلکو پرمخ خنډونه جوړ نه‎کړي او دې بهیر ته خلک وهڅوي.

د رایو ورکوونکو نوم‎ لیکنه په درېیو پړاونو کې ترسهر کېږي چې د غوايي میاشتې تر ۲۳ پورې د ولایتونو په مرکزونو او د غوايي له ۲۵ د غبرګولي تر ۷مې د ولسوالیو په مرکزونو او د غبرګولي میاشتې له نهمې به تر ۲۲پورې په کلیو کې دوام وکړي.

د یادونې وړ ده چې د رایې ورکړې لپاره د نوم‎لیکنې مرکزونه د نارینه او ښځېنه‎و لپاره جلا ځایونه لري او د پېژندپاڼې درلود او څوک چې  تر۱۸ کلونو پوره عمر ولري، د نوم‎لیکنې شرایط دي. هغه کسان چې په کوم ځای کې نوم‎لیکنه کوي په هماغه ځای کې رایه ورکولی شي.

ښاغلی غني وايي چې د ټاکنو په چارو کې د امنیتي، دفاعي او ملکي ځواکونو او نوماندانو لاسوهنه په هېڅ ډول د زغم وړ نه ده.

شریک یي کړئ