Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني د واک پالنې تورونه رد کړل

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سې‎شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۰ مه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د واک پالنې تورونه رد کړل او وې ویل چې هېڅ وخت زموږ د هېواد په تاریخ کې د اوسني حکومت په شان پرېکړې په ګډه توګه نه دي نیول شوي.

ولسمشر غني د افغانستان د ژغورنې لپاره د ټلوالې د مشرتابه د نیوکو په غبرګون کې وايي که‎چېرې د دغه ایتلاف مشران چې د حکومت مهم غړي دي اصلاحي طرحې لری باید له موږ سره یې شریک کړي.

ښاغلي غني د محمد محقق د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې چې ګواکې ولسمشر غني د ملي امنیت شورا په غونډه کې چغې وهي او وايي چې حکومتي چارواکي باید د حکومتدارۍ نظم په خپلو ویناو کې په پام کې ونیسي.

ولسمشر چې له سختو نیوکو سره مخامخ دی، د ننه په حکومت کې یې ځینې کسان په انحصارپالنې تورنوي.

د هغه او په حکومت کې د نورو چارواکو ترمنځ مخالفت او جنجالونه دې ځای ته ورسېدل چې څو ورځې مخکې یو شمېر لوړپوړو حکومتي چارواکو مخالفت اعلان کړ او د افغانستان د ژغورنې په نوم ټلواله یې جوړه کړه.

ولسمشر غني وویل:«هر څوک چې اصلاحاتي وړاندیز لري دا ګز دا میدان... دغو همکارانو ته مې وړاندیز دا دی چې نومونه مو واخیستل راولی چې یوه ۵۰۰ مېلیون ډالري پروژه تأمین کړو. له یوه واضح وړاندیز سره راشئ چې د افغانستان دوه ولایتونه څنګه بدلوئ په مثبته بڼه... راشئ د افغانستان له خصوصي سکټور سره کېنئ.»

هغه زیاته کړه:«زما چوپتیا له وېرې نه وه، چوپتیا مې د یووالي لپاره وه. هیله ده چې بېرته راشي چې څوک چغې وهي. خو دسپلین، په ورته وخت کې تاسې قضاوت وکړئ چې څوک دسپلین نه لري... ایا دولتي دسپلین دا دی چې د افغانستان د ملي امنیت شورا غړي رسنیو ته ووځي.»

په اوسني وخت کې ۱۱ وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کېږي او له څو میاشتو راهیسې د ولسمشر لومړی مرستیال د خپل کار دفتر ته نه دی تللی.

ولسمشر د دغو سرپرستیو د پای ته رسولو لپاره ۶ میاشتې وخت غواړي او د جنرال دوستم د دوسیې، د خپل کار دفتر ته د نوموړي د نه ورتلو او همداراز ترکیې ته د هغه د لومړي مرستیال د تلو په اړه داسې وایي.

ښاغلي غني زیاته کړه:«پېښه عدلي او قضايي ده د دوو کسانو ترمنځ ادعا ده په هغه برخه کې دولت بې پرې دی او د لویې څارنوالۍ په اجازه یې سفر کړی ځکه چې قانون څرګنده دی هغه څوک چې شکمن وي خو مریض وي او اساسي ناروغي یې لرله د لوی څارنوال په حکم یې سفر کړی په عدلي او قضايي پېښو کې زه خبرې نه کوم.»

ولسمشر د محمدمحقق د وروستیو څرګندونو په وړاندې هم غبرګون ښيي، ښاغلي محقق ویلي ولسمشر د ملي امنیت شورا په ناستو کې نارې وهي او د دوی خبرو ته غوږ نه ږدي.

ولسمشر څرګنده کړه:«ایا شکایت ستاسو دی یا زما چې مشارکت رعایت شوی که نه؟ ویې څېړئ ما خو له خپلې کورنۍ څخه څوک نه دی ګمارلی پوښتنه وکړی چې نور له خپلو کورنیو څخه څومره سلاکاران لري.»

د سرپرسۍ د کار په اړه وویل:«خو زما څرګنده ژمنه دا ده چې ټوله کابینه او د سرپرستۍ ټول پُستونه په ۶ راتلونکو میاشتو کې خلاص شي.هېڅ چېرته نه غواړو چې سرپرستي وي.»

ولسمشر د ټاکنو ترسره کول د حکومت مسؤولیت او د دولت فریضه بولي او د راتلونکو ټاکنو په وړاندې د ننګونو پر له منځه وړلو او د رڼو او عادلانه ټاکنو په ترسره کولو ټینګار کوي.  

شریک یي کړئ