Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني: طالبان دې باید له جګړې او سولې یو غوره کړي

ولسمشر غني  نن چهارشنبې (د کب په ۲ مه) د سولې په اړه د مشورتي غونډې په دویمه او وروستۍ ورځ طالبانو ته ګواښ کوي که د سولې خبرو ته حاضر نه‎شي افغانان به د هغوی پر ضد متحد شي.

ولسمشر وايي د اصلاحاتو او قانونیت د راوستو ترڅنګ د شاه امان الله خان نیمګړي پروګرامونه به هم عملي کړي.

په دې لړ کې ولسمشر غني وايي د کابل په ناسته کې به د حکومت د جګړې او سولې تګلاره اعلان کړي، په دغه تګلاره کې به له طالبانو وغوښتل شي چې له جګړې او سولې یوه غوړه کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني څرګنده کړه:«موږ به هغوی (طالبانو) ته د انتخاب حق ورکړو، هغوی باید وګوري، چې هغوی هم همدارنګه نیت لري، ایا د خدای ارادې ته تسلیم دي او ایا د خلکو نبض درکوي که نه.»

اخوا بیا د هېواد اجرايي رییس عبدالله عبدالله وايي چې هېوادوال پتمنه سوله غواړي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«د ټولو لپاره پتمنه سوله، کله چې وایم پتمنه، هغوی چې په جګړه کې دي او جګړه پرېږدي، له ترهګرو ډلو سره اړیکه شلوي او وايي چې خپلو خلکو ته راګرځو، باید عزت او پت یې وساتل شي.»

ولسمشر غني په هېواد کې د قانون پر عملي کولو او د پراخو اصلاحاتو په راوستو هم ټینګار کوي او زورواکو ته هم ګواښ کوي.

ښاغلي غني په ډاګه وویل:«ملت اجماع لري. هغه کسان چې په کړکېچ کې فکر کوي کب نیولی شي. دوی دې بیا فکر وکړي. ملت چا ته د کرکېچ رامنځته کولو اجازه نه ورکوي»

د دې غونډې برخوال د ۱۴ ماده‎ییز پرېکړه لیک په صادرولو سره د حکومت د سولې له پروګرامونو پر ملاتړ سربېره، د دولت مخالف وسله‎وال خبرو ته رابولي.

د غونډې ګډونوال قادري وايي:«موږ پر خپلو ټولو ګاونډیو غږ کوو چې خپلې ګډې دې د یوه ګاونډي په توګه په یوه امن او اباد افغانستان کې ولټوي.»

بله ګډون کوونکې حلیمه صدف هم څرګندوي:«له طالبانو زموږ غوښتنه دا ده چې نور دې د جګړې له دوام سره دې د هېواد په کورنیو چارو کې د بهرنیو، د سیمې او نړۍ د استخباراتي کړیو د لاسوهنې زمینه برابره نه کړي.»

کابل به یوه اوونۍ وروسته د ۲۵ هېوادونو او څو نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د یوې غونډې کوربتوب وکړي.

حکومت تمه لري چې په دغې ناسته کې به په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او سولې د راتلو لپاره یوې سیمه‎يیزې او نړیوالې اجماع ته ورسېږي.

شریک یي کړئ