Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني له طالبانو سره د حکومت د اوربند د پای خبر ورکړ

ولسمشر غني نن(شنبې د چنګاښ۹مه) ولسمشرۍ ماڼۍ کې د خبري ناستې په ترڅ کې له اختره وروسته له طالبانو سره د افغان حکومت د لس ورځني اوربند د پای خبر ورکړ.

غني زیاته کړه چې اوربند له طالبانو سره د ځواک له دریځه شوی وو او بیا هم که دوی اوربند وغواړي، نو حکومت چمتو دی چې بیا هم اوربند وکړی.

ښاغلي غني څرګنده کړه چې افغان ځواکونو ته سپارښتنه شوې تر څو په سمبال او منظم ډول خپل پوځي عملیات ترسره کړي:«اوربند پای ته رسېدلی او افغان ځواکونه کولی شي چې خپل پوځي عملیات پيل کړي.»

نوموړي وویل:«دا اوربند له ځواک لخوا مطرح شوی دی او اوس روښانه ده چې ډېر طالبان سوله غواړي او دا هم څرګنده شوه چې ولس طالبانو ته د سولې اشتي ښکاره کړه او طالبان باید له دوی څخه زده کړي ، دا روښانه وه چې اوربند یوه کنترول شوې تجربه وه او که طالبان اوربند غواړي موږ ورته چمتو یوو، او که برید کوي نو موږ یې ځواب ته چمتو یوو.»

ده په خپلو خبرو کې همداراز د اوربند په اړه څرګنده کړه چې د سولې او اوربند په اړه یې هېواد کې له ټولو اقشارو سره مشورې وکړې او اوس د سولې په اړه ملي اجماع رامنځته شوې ده.

ښاغلي غني وړاندې وویل:«د سولې په بهیر کې هېڅوک د انحصار حق نلري، له ټولو سره مشوره شوې ده او دا د ټولو افغانانو غوښتنه سوله ده. یوازې د روژې په میاشت کې مې له زرګونو کسانو سره د سولې په اړه خبرې وکړې، او ۹۵ کسانو ویل چې موږ سوله غواړو. په روژه کې د تولو ولایتونو قاریان ا د حج او اوقافو ریاست چارواکي راغلل او سوله یې غوښتنه.»

ولسمشر وویل«:زما تګلاره سوله وه او ده، له حزب اسلامي سره د سولې لومړۍ پړاو وه چې تر اوږدو خبرو ترسره شو، او اوس هم دا هڅې روانې دي او د خبرو اترو په برخه کې پر طرحو اجماع ده او سیمه‎يیز اجماع شته، خو د جګړې په اړه سیمه‎ييز اجماع نشته.»

ولسمشر څرګنده کړه چې په هېواد کې اوربند ۹۸ سلنه بریالی وه.

ولسمشر غني(د غبرګولي په ۱۷ مه) په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د هېواد د دین علماوو وړاندیز ته د مثبت ځواب لپاره، د روژې له ۲۷ مې د اختر تر پنځه اوربند اعلان کړ.

وروسته له هغې ښاغلي غني دا اوربند لس ورځې نور هم وغځاوه چې پای ته ورسید.

ولسمشر غني د اوربند په اړه څرګنده کړه چې د سولې او اوربند په اړه یې هېواد کې له ټولو اقشارو سره مشورې وکړې او اوس د سولې په اړه ملي اجماع رامنځته شوې ده

شریک یي کړئ