Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني: پر شیعه مذهبو برید پر افغان ملت برید دی

ولسمشر اشرف غني د کابل په دشت برچي سیمه کې د عاشورا د لمانځې په مراسمو کې، کابل ښار کې پر شیعه مېشتو سیمو بریدونه وغندل او وې ویل چې دا بریدونه د ټول افغان ملت پر ضد بریدونه دي.

هغه وویل چې عاشورا د ټولو مسلمانانو سني او شیعه په دیني روایاتو کې د اسلام له سترو شعارونو شمېرل کېږي او عاشورا د بې عدالتۍ، فساد او له بیت‎المال څخه د ناوړې استفادې په وړاندې د مقاومت درس دی.

ولسمشر څرګنده کړه:«پر هزرا او زموږ پر اهل تشیع هر برید، د افغانستان پر ټولو خلکو او ملي یووالي برید دی او ملي امنیت به زموږ په لومړیتوب کې وي.»

ښاغلي غني زیاته کړه:«هغه ترهګر چې نن پر جوماتونو، عبادت ځایونو، ښوونځيو، ښوونیزو مرکزونو او د خلکو د حق غوښتنې پر ډلو برید کوي، له هر نوم او ادعا سره چې وي، د یزید د لارې او طریقې څخه پرته بله داعیه او انګېزه نه لري.»

هغه هېواد کې وروستیو پېښو ته په نغوتې سره څرګنده کړه:«هغه ترهګریز بریدونه چې د زابل، هلمند، پکتیا، ننګرهار په ګډون په ټول هېواد او په دې وروستیو کې شینوارو او برچي کې شوي، زموږ بې دفاع خلک په وینو کې لېت پېت شوي، د افغانستان د ټولو خلکو درد او غم یو دی.»

هغه وویل چې د افغانستان دښمنان غواړي چې دغو بریدونو ته قومي او مذهبي بڼه ورکړي او دا زموږ لپاره ډېرستر خطر دی، او دولت د خلکو له همکارۍ سره په ګډه د دغه ګواښ په وړاندې مبارزه کې بریالي کېدای شي.

افغان ولسمشر له خلکو وغوښتل چې په دغې جګړه کې، ټول د یو بل ترڅنګ وي، د هغو ننګونو په وړاندې چې د مذهب، ژبې، قومیت، ګوند او توکم په نامه رامنځته کېږي، په هوښیارۍ مقابله وکړي.

ولسمشر غني په ډاګه کړه:«د دغه هېواد د سني او شیعه وینه یو رنګ لري، د دغه هېواد د پښتون او تاجک برخلیک له یو بل سره تړلی دی، د دغه هېواد د ازبک او هزاره پت یو شان دی، د سادات او بلوچ، پشه‎يي، پامیري او د دغه ګران هېواد ټول قومونه تر یوه چت لاندې، د یوه ارمان او د یوه تاریخي انتخاب په وړاندې قرار لري.»

هغه وویل چې حکومت له دښمن سره د مقابلې لپاره بشپړ چمتووالی لري، پر څلورو امنیتي زونونو د کابل وېش، د ګواښونو ډلبندي، د بېلابېلو طبقو له سلامشور ګټنه او د کابل لوېدیځ د یوه امنیتي زون په توګه ګڼل، د دغو اقداماتو ځينې برخې دي.

افغان ولسمشر اشرف غني وویل چې عاشورا د ټولو مسلمانانو سني او شیعه په دیني روایاتو کې د اسلام له سترو شعارونو شمېرل کېږي او عاشورا د بې عدالتۍ، فساد او له بیت‎المال څخه د ناوړې استفادې په وړاندې د مقاومت درس دی.

شریک یي کړئ