د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني نن(چهارشنبې د کب په ۱۵مه نېټه) د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، کنړ ولایت ته ولاړ.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر د خپل دې سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د عامې روغتیا اداري تعمیر پرانېستنې ترڅنک په دې ولایت کې د یوه ۲۰۰بستریز روغتون د بنسټ ډبره هم اېښې ده.
ولسمشر غني د خپل سفر په ترڅ کې عامې روغتیا وزارت لارښوونه کړې چې په دې ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د تجهیز او د خدماتو د کیفیت په لوړولو تمرکز وکړي.
ولسمشر غني په کنړ ولایت کې روغتیايي چارو ته پام ګټور بولي او زیاته کړې یې ده:« دا د یو بنسټیز بدلون پیل دی او هیله لرم چې د دغه روغتون بېلابېلې برخې د کنړ د شخصیتونو په نوم ونومول شي.»
خبرپاڼې ویلي دي چې د کنړ د ۲۰۰بستریز روغتون او انتظار خونو پر ودانیو ۳۶۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د افغانستان حکومت له بودجې ورکول کېږي.