Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر: له پاکستان سره ځينو هوکړو ته ورسېدم

ولسمشر اشرف غني وايي چې له پاکستان سره د «کاغذ پر مخ» ځينو هوکړو ته رسېدلی دی.ښاغلی غني همدارنګه ټینګار کوي چې په دې برخه کې ځينو ګډو اقداماتو ته یې مخه کړې ده.

ولسمشر، دا ویناوې نن له غرمې مخکې (شنبې د چنګاښ په ۸ مه) په ارګ کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې څرګندې کړې.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«غواړم چې د ترهګرۍ ستونزه له ولې او رېښې حل کړم او دوه اړخیزه مذاکره د ثبات لپاره وسیله شي او د سولې پلان ته لاسرسۍ پیدا کړو چې د امنیت لامل شي.»

 ولسمشر غنيړ زیاتوي چې د ترهګرۍ د جرړو د اېستو په برخه کې هم پرمختګونه شوی دي خو په عمل کې نه دي لیدل شوي.

اخوا په کابل کې د پاکستان سفیر د کابل او اسلام اباد تر منځ د اړیکو پر ښه‎والي ټینګار کوي او په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره د اسلام اباد  د رول خبره کوي.

په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله وویل:« موږ له دغه اوربند نه تود هرکلی کوو او ترې په کلکه ملاتړ کوو، د پاکستان ولسمشر ممنون حسین چې کله په چین کې وه اعلان یې وکړ چې پاکستان له دغه اوربند نه په کلکه ملاتړ کوي. دا زموږ لپاره د خوښۍ ځای دی چې اوربند وشو. زموږ لپاره د خوښۍ ځای دی چې په  ټول افغانستان کې په دې ډول اختر ولمانځل شو. پاکستان په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په برخه کې پر خپل رول ښه پوهېږي او موږ به خپل رول به ښه توګه ترسره کړو.»

اخوا ښاغلی غني هم وايي چې هر ګام چې پورته کوي د تګلارې او پلان له مخې دی.

هغه زیاته کړه:«بل ګام د سولې د مذاکراتو پر طرحې اجماع ده او په دې برخه کې، د جګړې پر خلاف، نړیواله او سیمه‎ييزه اجماع شته او موږ د جګړې مقابل لوری تعریف کړی او اوس د جګړې لوری هم تعریف ولای شو چې له چا سره سوله وکړو.»

ولسمشر دغه راز زیاتوي چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو لپاره یو غوراوی پر اقتصادي څلور لارې د دغه هېواد  بدلېدل دي.

په همدې حال کې په کابل کې د پاکستان سفیر وايي چې اسلام اباد د افغانستان په سوله کې په خپل رول ښه پوهېږي او دا رول به ډېر ښه ترسره کړي.

شریک یي کړئ