Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسي جرګه د کندهار پېښې په تړاو امنیتي چارواکي ور غواړي

د ولسي جرګې غړي وايي، په کندهار ولایت مقام کې د ننه د شوې پېښې له امله باید له پاکستان سره سیاسي اړيکي وشلول شي. 

وړمه پنجشنبه (د تلې ۲۶مه) کندهار ولایت مقام کې د ننه یو تن بریدګر د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمومین حسین خېل ووژل. 

ولسي جرګې پخپله نننۍ غونډه کې پر همدې موضوع بحث درلود، چې د پېښې پر څېړلو يې ټینګار وکړ. 

د دې جرګې د کورني امنیت مشر اقبال ساپي د کندهار پېښه د پاکستاني پوځ او استخباراتو کار وباله او له حکومته يې وغوښتل چې اړیکي ورسره وشلوي.

ساپي وویل: «د دې ټولو شومو او جنایتکارانه پلانونو اړیکه د پاکستان له پوځي نظام او ای ایس ای سره ده، نو د دې جنایتو تر شا د پټو لاسونو د افشا کولو تر وخته او نړیوالو څېړنو ته د دې سره تړلیو قتلونو د طراحانو تر تسلیمۍ پورې د افغانستان دولت مکلف دی چې له پاکستان سره خپلې ډيپلوماټیکي اړیکې وځنډوي.»

د ولسي جرګې بل غړي صالح محمد سلجوقي هم ورته نظر درلود، هغه وویل: «ښه ده چې د افغانستان حکومت له پاکستان سره ډيپلوماټيکي اړیکي وځنډوي.»

د ولسي جرګې مشر وايي دوی د جنرال رازق او عبدالجبار قهرمان د وژنو په تړاو د اوونۍ په اوږدو کې امنیتي چارواکي د ځواب لپاره ور غواړي،

عبدالروف ابراهیمي وايي: «د اوونۍ په اوږدو کې د هېواد د امنیتي وضعیت په تېره بیا د جنرالانو د شهادت، د جنرال رازق او عبدالجبار قهرمان د وژلو په تړاو امنیتي چارواکي را وغواړو.»

تر دې وړاندې ولسمشر غني هم کندهار ته د خپل سفر پر وخت د جنرال رازق وژنه د پاکستان کار وګاڼه او غږ يې پرې وکړ، چې د محاکمې لپاره دې د دې پېښې طراحان ور وسپاري. 

د ولایت مقام د ننه دا برید د والي ساتونکي وکړ، چې د طالبانو نفوذي کس بلل شوی دی او هغوی يې هم مسؤلیت منلی دی.
 
د ولسي جرګې د کورني امنیت مشر اقبال ساپي د کندهار پېښه د پاکستاني پوځ او استخباراتو کار وباله او له حکومته يې وغوښتل چې اړیکي ورسره وشلوي.

شریک یي کړئ