د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي د کندهار ولایت پخواني امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق د ترور څرنګوالی لا هم نه دی څرګند او د دې پېښې د پټو اړخونو پر روښانولو ټینګار کوي.
دوی د نن ورځې په ناسته کې (چهارشنبې د لړم په دویمه نېټه) جنرال رازق زړه ور او هېواد پال کس وباله او زیاته یې کړه چې ښاغلي رازق له ځانه ښې خاطرې پرېيښې دي.
د ولسي جرګې غړی، سید علي کاظمي وايي:«دا ډول دوسيې باید پای ته رسېدلې پاتې نه شي، موږ باید په یوه تسلیت ویلو، ټول بحثونه ختم نه کړو.»
همداراز بل غړی، الله ګل مجاهد زیاتوي:«د امنیت جناب رییس صاحب کله چې د پولې له هغې غاړې د کندهار د والي ساتونکی دلته راځي، یوه نیمه میاشت کار کوي، طالبان يې روزي، تاسې چېرته واست؟»
په کندهار ولایت کې د برید پر مهال د کندهار امنیه قومندان او د ملي امنیت رئيس ژوند له لاسه ورکړ، خو هغه څه چې د ښاغلي رازق د وژني په اړه یې غبرګونونه زیات کړي د هغه د وطندوستي احساس او د پاکستان پر وړاندې درېدل وو.
د ولسي جرګې بل غړی، عارف رحماني وايي:«ولې جنرال رازق رازق شو، د زړونو خوښ او د افغانستان د ټولو خلکو اتل، مګر ځینې نور بیا چې د متفکرۍ دعوه کوي، د خدمت دعوه کوي، هره ورځ لسګونه ویناوې اوروي، د توطیه ګرو په نامه پېژندل کېږي.»
همداراز بل غړی، عبیدالله بارکزی څرګندوي:«دا عسکر د بل عسکر په ضمانت راغلی، دا قضیه باید جدي وڅېړل شي.»
له دې سره سره چي د ولسي جرګې غړي د چهارشنبې په ورځ د نصاب د نه پوره کیدو له امله ونه توانیدل چې د کوم تقنیني سند یا بلې موضوع په اړه تصمیم ونیسي.